د لاس رسي وړ اتصالات

د څوارلسو ولایتونو سره د سرکونو په جوړولو په برخه مرسته


په افغانستان کې د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وایې چې په هیواد کې د څوارلسو ولایتونو سره د سرکونو په جوړولو کې مرسسته کوي.

ددغه وزارت وجهی صندوق د دری اعشاریه یوویشت ملیونو ډالرو په اندازه د هغو ولایتونو سره چې د کوکنارو کښت پکې کم شوې دی د بیا رغاونې په برخه کې ورسره مرسته وکړه.

د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د کلیو او پراختیا وزارت سره یو تړون وکړ چې پر اساس به یې د ځنو ولایتونو لکه بدخشان، بادغیس، سرپل، هرات، فراه، تخار، نورستان، نیمروز، کنړ، زابل، ارزگان، جوزجان، بلخ او بغلان شامل دي.

د بیا رغاونې دا پروژې به د کلیو او پراختیا وزارت له خوا د راتلونکو دوه کلونو کې پای ته ورسول شی.

XS
SM
MD
LG