د لاس رسي وړ اتصالات

نیو یارک تایمز: په افغانستان کې د امرېکا ېې عسکرو د مرگ شمېر مخ په زېاتېدو دى


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې په افغانستان کې د امرېکا ېې عسکرو د مرگ شمېر په دې وروستېو دوه مېاشتو کې د هغو امرېکا ېې عسکر و دمرگ تر شمېر زېات شوى دى چې د عراق په جگړو کې په همدغومره موده کې وژل شوېدى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د جولاى په دوېمه نېټه لېکى چې په افغانستان کې د ځانى تلفاتو شمېر مخ په زېاتېدو دى. تېره مېاشت په افغانستان کې د اېتلاف د قواو دومره ډېر عسکر په افغانستان کې مړه شول چې په افغانستان کې د امرېکا په مشرى د اشغال له وخت ېعنى ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى په ېوه مېاشت کې هم دومره عسکر نه ومړه شوى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې دا د ېاغى طالبانو د بېا تقوېه کېدلو تازه نښى نښانى څرگندوى چې دناټو قواوى يى تهدېد کړېدى او په ېو شمېر ختېځو او جنوبى ولاېتونو کې په ځېنو سېمو باندى د خپل واک او اختېار دلرلو دعوه کوى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې په افغانستان کې مرگ ژوبله په داسى وخت کې زېاته شوه چې په عراق کې پر امرېکا ېانو باندى د حملو په شمېر او مرگ ژوبله کې کموالى راغلى دى.

ورځپا‍ڼه لېکى چې په عراق او افغانستان، د امرېکا پوځونه پراته دى خو د جون په مېاشت کې په افغانستان کې دامرېکا د پوځ ۴٦ کسان ووژل شول ددى په پرتله په عراق کې دامرېکا د پوځ ٣١ کسان وژل شوېدى.

نېوېارک ټاېمز لېکى دا دوېمه مېاشت ده چې په افغانستان کې د امرېکا ېې قواو د ځانى تلفاتو شمېر په عراق کې دهغوى د تلفاتو تر شمېر زېات دى.

د امرېکا د دفاع وزارت ېو تازه رپوټ په افغانستان کې د امنېتى حالاتو د وضعې ډېر خړ پړ تصوېر وړاندى کړېدى. رپوټ وايي ېو افراطى قوت بېا له سره منظم او په داسى ډول سره راغونډ سو چې ېو مقاوم بغاوت ېې پېل کړېدى.

په افغانستان کې مرکزى حکومت په دې قادر نشو چې شاوخوا سېمو ته خپل اقتدار وغزوى. د امرېکا ېو قوماندان تورن جنرال شلو سر وايى د سږکال د جنورى د مېاشتى راهېسى د مى تر مېاشتى پورې د تېر کال د همدغو مېاشتو په پرتله د افراطېانو حملى د اېتلاف پر عسکرو باندى په سلو کې څلوېښت زېاتى شوېدى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې په مرگ ژوبله کې سره له دې چې د خارجى عسکرو شمېر په افغانستان کې له ٢٠٠١ مېلادى راهېسى زښت ډېر شوېدى، زېاتوالى راغلى دى.

ورځپانه لېکى په افغانستان کې اوس د امرېکا ٣٢ زره عسکر پراته دى. دا شمېر دد٢٠٠٥ مېلادى کال له شمېر نه چې ٢٥ زره امرېکاېې عسکر پکى پراته ول، ډېر زېات دى.

د امرېکا ددفاع وزارت اوس په دې غور کوى چې اوه زره نور عسکر هم ددې لپاره افغانستان ته ولېږى چې په زېاتېدونکى مرگ ژوبله کې کموالى راولى.

نېوېارک ټاېمز وايى دامرېکا په مشرى اېتلاف کې د تقرېبا لس دولس ملکونو ٣٨ زره عسکر هم شامل دى چې د ناټو ترمشرۍ لاندى په افغانستان کې عملېات کوى.

ورځپاڼه لېکى، له دې سره سره هم په کابل کې دامرېکا قوماندانان او نظامى چارواکى په واشنگټن کې داخبره کوى چې داېتلاف دعسکرو شمېر بېخى کم دى. دامرېکا ېو مشر جنرال ډان کې مکنېل تېره مېاشت د ېو معتبر قوماندان په توگه د خپل سفر په پاې کې د افغانستان په باب ووېل چې د جنگ لوازم اومنابع ېې له ضرورت نه کمى دى.

هغه خبردارى ورکړ چې پاکستان په کافې اندازه اقدامات نه کوى چې دهغو سرتېرو مخه ونېسى چې له هغو غرنېو سرحدى سېمو نه را اوړى چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ پرتى دى.

جنرال مکنېل ووېل چې د افغانستان عملېات داسى عسکرى قطعو ته ضرورت لرى چې ډېرې مانورې کولى شى، دا جنگ ډېرو الوتکېو ته ضرورت لرى، ډېر استخباراتى معلومات ته ضرورت لرى او ډېرو داسى عسکرى قطعو ته ضرورت لرى چې د کشف او څارنى کارونه سرته رسوى.

نېوېارک ټاېمز لېکى که څه هم په زرگونو نور امرېکا ېې عسکر ښاېې افغانستان ته روان وى، خو نظامى چارواکى وايي ښاېې دا شمېر هم کافى نه وى. دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس څوڅو ځلى دناټو غړى هېوادونه دېته وهڅول چې نور عسکر افغانستان ته ولېږى خو تر اوسه پورې ډېرو کمو هېوادونو داکار کړېدى.

نورو عسکرو ته د ضرورت لرلو، او د لېږل شوېو عسکرو د شمېر ترمنځ تفاوت سره له د ې هم ډېر زېات دى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د غه زېاتېدونکى اندېښنه چې دامرېکا قوماندانانو څرگنده کړېده دهغو رپوټو نو په سبب منځته راغلى ده چې ددښمن د پېچلتېا په باب لاسته ورغلى دى.

د امرېکا ددفاع وزارت هغه رپوټ چې تېره اونى خپور شوى وايي چې په افغانستان کې دوه ډوله مشخص بغاوت روان دى. ېوهغه ډله ېاغېان چې مرکزېې په کندهار کې دى او مشرى طالبان کوى. بله ډله ېاغېان دهغو افراطى ډلو په اتحآد کې راغونډ سوېدى، چې دافغانستان په ختېځو ولاېتو نو کې عملېات کوى او کله ناکله د پاکستان په قبېلوى سېمو کې پناه اخلى.

ورځپاڼه زېاتوى چې ددغود واړو ډلو په گډو اهدافو کې ېوهم له افغانستان نه د ټولو خارجې قواو اېستل دى. دوېم په خپلو سېموکې د موجوده حکومت داثر اورسوخ ختمول دى. اودرېم گډهدف د پښتنو په مشرۍ د ېوه اسلامى حکومت راوستل دى.


XS
SM
MD
LG