د لاس رسي وړ اتصالات

د ستر جنرال عبدالولي جنازه د مرنجان په غونډی کې خاورو ته وسپارل شو


د پخواني پاچا د زوم، ستر جنرال سردار عبدالولي، جسد له نوي ډهلي نه نن کابل ته انتقال شو او د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د مرنجان په غونډی کې په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د تره ځوی او زوم ستر جنرال سردار عبدالولي جنازه نن د ارګ په ماڼۍ کې واخېستل شوه . د عبدالولي د جنازی په لمانځه کې ولسمشر حامد کرزي، د کابېنې او ملي شورا غړو، د مرحوم کورنۍ او د اسلامي هیوادونو سفیرانو او ډیپلوماټانو برخه اخیستې وه.

د جنازی د لمانځه تر ادا کولو وروسته د مرحوم کورنۍ ته د تسلیت مراتب څرګند شول او دوعاوې ورته وشوی. ستر جنرال عبدالولي دوه ورځې وړاندې په نوي ډهلي کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ وکوچېد.

وروسته بیا د ستر جنرال عبدالولي جسد په یوه نظامي موټر کې چې دافغانستان بیرغ پری تاوو شوی وه . د جمهوري ریاست له ماڼۍ نه د مرنجان غونډی ته یو وړل شو او هلته په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د مرنجان په غونډۍ کې مرحوم نادر شاه، پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه او ملکه حمیرا دفن شوي.

ستر جنرال عبدالولي د مارشال شاه ولي ځوی په ۱۳۰۳ لمریز کال کې په کابل کې زیږدلی، هغه خپلې نظامي زده کړې په فرانسه او انګلستان کې سرته رسولي هغه د افغانستان په اردو کې ګڼې دندی ت رسره کړي او په ۱۹۵۲ کې زنداني شوی هم دی له زندان نه وروسته نوموړی ايټالیا ته لاړ او هلته له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره پاتې شو.

سردار عبدالولي په موقته اداره کې بېرته افغانستان ته راستون شو او د امن د ګډی د تیاري په کمیسیون کې غړی هم پاتې شوی.

XS
SM
MD
LG