د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د بم په چاودنه کی یو تن وژل شوی دی


پاکستاني پولیس وایی چی نن د جمعې په ورځ د کوټي په ښار کی د یوه بانک مخي ته چی د خلکو زیاته گڼه گوڼه وه ، یو بم چی په موټر سایکل پوری تړل سوی و وچاود ، یوه تنکۍ نجلۍ یې ووژله او یوولس کسه یې زخمیان کړل .

چارواکي وایی چی په زخمیانو کی لږ تر لږه درې تنه یې پولیسان دي .

کوټه د بلوچستان د ایالت مرکز دی او په دې ایالت کی قبایلي بلوڅانو د حکومت په مقابل کی بغاوت شروع کړی او غواړی د سیمي په طبیعي منابعو کی دوی ته لویه ونډه ورکړه سی .

XS
SM
MD
LG