د لبنان چارواکي وايي، د ملک مخالفې خواوې داسې یوې موافقې ته نږدې شوي دي چې په هغه ملک کې د څو اونیو روان بحران به پای ته ورسوي او یو متحد حکومت به رامنځته کړي.
چارواکي وايي، د قطر په منځگړیتوب ددغو خبرو په ترڅ کې د مهمو وزارتونو د ویش پر سر ستونزه هواره شوې او کیدای شي نتیجه یې نن اعلان شي.
په دې وروستیو اونیو کې د لبنان د مخالفو ډلو تر منځ یو ځل بیا نښتې زیاتې شوي او د فرقيي تشدد په نتیجه کې لږ تر لږه ١٠ تنه وژل شوي او ډیر نور ژوبل شوي دي.
د لبنان د حکومت مخالفې ډلې چې د لویدیځ ملاتړ ورسره دی، د مۍ په میاشت کې د عربي هیوادونو په منځگړیتوب داسې یو تړون لاسلیک کړ چې په ملک کې یې د یوه کورني جنگ مخه ونیوله.
حکومت د حزب الله وسله والې ډلې ته د کابینې د دریشو څوکیو نه ١١ څوکۍ ورکړې او د حکومت د ټولو فیصلو د ردولو حق یې هم ورکړ. د تړون له مخې، حزب الله اړه نه ده چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.