د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو لوړې بیې د خلکو پام برقي موټرو ته اړولی


له هغه راهیسې چې په امریکا کې د تیلو قیمتونه لوړ شوي، برقي موټرو ته د خلکو پام اوښتی دی. د جاپان د ټیوټا د موټر جوړولو کمپنۍ د امریکا د شمالي کرولینا د یوې کوچنۍ کمپنۍ سره یو ځای شوې او د برقي موټرو په جوړولو کار کوي.

په دې باب د ایلیني لو رالیږلی رپوټ په امریکا کې د برقي موټرو د جوړولو د یوې فابریکې د یوه کارکوونکي په خبرو پیل کیږي چې وايي: "زمونږ موټر له هغو موټرو نه توپیر لري چې په تیلو چلیږي. په دې موټرو کې تیل نه استعمالیږي. دا په برقي بطریو چلیږي چې دغه بطرۍ د هایبریډ ټکنالوژئ له مخې جوړې شوي دي."

ران سروان د هایبریډ ټکنالوژۍ په نامه د یوې کمپنۍ انجنیر دی. دغه کمپني داسې موټر جوړوي چې په برقي بطریو چلیږي. ټیوټا یاریس یو له همدغه ډول موټرو نه دی. دا موټر تر څو چې بانټ یې پورته نه کړې، عیني لکه د نورو عادي موټرو غوندي ښکاري. په دغو موټرو کې د تیلو د ماشین پر ځای داسې یو ماشین ایښودل شوی چې په برق چلیږي او برق د له یوې بطرۍ نه اخلي.

د شمالي کرولینا د برقي موټرو د جوړولو په دغه فابریکه کې د ټیوټا یاریس، کریسلر سیرس او سمارټ کار چې مخکې یوازې په تیلو چلېدل خو اوس داسې جوړ شوي چې په برق چلیږي. ران سروان وايي، برقي موټر به موټر چلوونکو ته یوه نوې تجربه وي.

"کله چې په لومړي ځل برقي موټر چلوئ نو د سرک او د ټایر ډیر غږونه اورئ او دا ځکه چې له دغه ډول موټر سره نابلده یاست. خو په اصل کې د موټر اینجن هیڅ غږ نه لري او دومره آرام چلیږي چې تاسو به هیڅ باور ونکړئ."

ران سروان همدارنگه وايي: "دغه موټر ډیر نرم گرځي او آرام ریز اخلي. د برقي موټرو یو بل ښه والی دا دی چې هغه قوه یې ډیره قوي ده چې اکسلونه گرځوي.

ران سروان وايي، برقي موټر له دې بر علاوه چې تیل نه مصرفوي، زیات دوام هم کوي او ډیر لږ مراقبت ته ضرورت لري.

"په دغو برقي موټرو کې مونږ اکثره هغه پرزې ایستلي چې زیات حفظ او مراقبت ته ضرورت لري. مثلا پلگونه نه لري او د مبلایلو او هوا فلترونه هم پکې نشته. ځکه خو مراقبت یې د تیلو له موټرو نه ډیر ارزانه دی."

ران سروان وايي، د هایبریډ ټکنالوژئ یا برقي موټرو دغه نوی ډول د پخواني برقي موټرو یو پرمختللی شکل دی.

"فکر کوم، په پخوانيو برقي موټرو کې هم بطرۍ استعمالیدې. خو د بطریو ټکنالوژۍ په تیرو لسو کلونو کې ډیر پرمختگ کړی دی. د ١٠٨٨ کیلو بطرۍ په مرسته چې کومه اندازه مزل کیده هغه اندازه مزل اوس یوازې په ٧٢ کیلو بطرۍ کیدای شي."

ران سروان وايي، د برقي موټرو قوت د تیلو له موټرو نه کم نه دی. د مثال په ډول د برقي بطرۍ یو کروزر موټر کولای شي په اووه ثانیو کې خپل سرعت سل کیلو متره پر ساعت ته ورسوي چې دا اندازه د تیلو د یوه شپږ سلانډره موټر سره برابره ده. کچیرې ددغه برقي موټر بطري د شپږ ساعتونو لپاره چارج شي نو کولای شي چې ٢٠٠ کیلو متره وگرځي.

که څه هم برقي موټر دا وخت ارزانه نه دي، خو ددغو موټرو تولیدوونکي وايي چې که د تیلو او د مراقبت مصارفو ته وکتل شي دغه موټر اوس هم د تیلو د موټرو په نسبت اقتصادي دي.

XS
SM
MD
LG