د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پر سفارت باندې په حمله کې بهرني استخباراتو 'لاس درلود'


افغان چارواکي وايي، داسې شواهد په لاس کې لري چې ښيي په کابل کې د هند پر سفارت باندې د دوشنبې د ورځې د حملې تر شا د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې لاس و.

افغان چارواکي وايي، داسې شواهد په لاس کې لري چې ښيي په کابل کې د هند پر سفارت باندې د دوشنبې د ورځې د حملې تر شا د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې لاس و.

د جمهوري ریاست نطاق، همایون حمیدزاده، د استخباراتي ادارې نوم وانه خیسته خو ویې ویل چې دا معلومه ده چې چا ددغې حملې تر شا لاس درلود.

د دوشنبې د ورځې په چاودنه کې د څلورو هندي اتباعو په گډون لږ تر لږه ۴١ تنه ووژل شول او ١٥٠ تنه نور ژوبل شول. په تیر وخت کې افغان حکومت پر پاکستان تور لگولی چې د افغانستان په خاوره کې په گڼو حملو کې لاس لري.

حمید زاده نن خبریالانو ته وویل چې د حملې د نظم، هدف، موادو او هر څه نه څرگندیږي چې دا د همهغې استخباراتي ادارې کار دی چې مخکې یې هم د افغانستان په خاوره کې دغه ډول ترورستي حملې کړي دي.

پاکستان په دغه حمله کې لاس لرل رد کړي دي. د پاکستان صدراعظم په مالیزیا کې وویل چې ملک یې د افغانستان بې ثباتي نه غواړي.

تر اوسه هیچا ددغه حملې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د سپینې ماڼۍ نطاق، گورډن جانډرو دا یو بې ضرورته مرگ ژوبله وبلله. جمهور رئیس حامد کرزي هم دغه حمله غندلې ده. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا او د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون هم دغه حمله غندلې ده.

د امنیت د شورا ١٥ غړو د خطر له آمله اندیښنه ښودلې چې د طالبانو، القاعده او نورو غیرقانوني وسله والو ډلو او د نشيي موادو د قاچاقچیانو له خوا پیښ شوی دی.

XS
SM
MD
LG