د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ : د ناټو یو عسکر او دوه پولیس وژل شوي دي


افغان چارواکي وايي، په دوو جلا پیښو کې د ناټو یو عسکر او لږ تر لږه دوه افغان پولیس وژل شوي دي.

ناټو وايي، یو عسکر یې د کونړ په ولایت کې هغه وخت ووژل شو چې د عسکرو کاروان ته نږدې د سرک د غاړې بم وچاودید. په پیښه کې د ناټو څلور نور عسکر ژوبل شوي دي.

ناټو تر اوسه د وژل شوي عسکر هویت نه دی څرگند کړی. په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتونکو قواوو په چوکاټ کې د څلویښتو هیوادونو عسکر کار کوي خو په کونړ کې اکثره امریکايي عسکر پراته دي.

بل خوا، د غزني په لایت کې چارواکي وايي، له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې دوه تنه افغان پولیس وژل شوي دي او گومان کیږي په پنځه تنه طالبان هم وژل شوي وي.

له هغه راهیسې چې په ٢٠٠١ کې ایتلافي قواوود طالبانو واک راوپرځاوه، تیر جون په افغانستان کې د خارجي عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د ناټو لوړ رتبه پوځي قومندان ویلي چې له وسله والو مخالفینو سره د جگړې لپاره ډیرو هلیکوپترو او کشفي الوتکو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG