د امریکا دوه تنه د کابینې پخواني وزیران به له پارلمان نه وغواړي چې د امریکا د جگړې دود بدل کړي.
دوی وايي، په راتلونکي وخت کې، که ملک د جگړې پلان نیسي نو جمهور رئیس باید د قانون له مخې، دې ته اړ وي چې له پارلمان سره مشوره وکړي او له جگړې ٣٠ ورځې مخکې د تائید او یا نه تائید رایه واخلي.
جیمز بیکر چې د جمهوري غوښتونکو د گوند پخواني جمهور رئیس جورج ایچ ډبلیو بوش په وخت کې د کابینې وزیر و او وارن کریسټوفر چې د دیموکرات گوند د جمهور رئیس بیل کلینټن په کابینه کې دنده لرله، د جگړې د واک په ملي کمیسیون کې په تیر یوه کال کې مطالعه او تحقیق کړی دی.
دوی د خپل پلان جزیات نن د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې د یوې مقالې په ترڅ کې
خپاره کړي دي.
ددغه کمیسیون طرح داده چې د ١٩٧٣ کال د جگړې د واک په قرارداد کې دې بدلون راشي کوم ټې د ویتنام د جگړې پر وخت تصویب شوی و.
دواړو پخواني وزیرانو ادعا کړې چې د ١٩٧٣ کال د جگړې د واک دغه قرارداد غیرموثر او په قانون برابر نه دی.