د لاس رسي وړ اتصالات

د خوراکي موادو د کمېدو ، په امریکا کی هم د بزگرانو حاصلاتو ته تاوان رسیږي


په نړۍ کی د خوراکي موادو د کمېدو او د بیو د لوړیدو نښې نښانی په امریکا کی هم تر سترگو کیږی چی له امله یی د بزگرانو حاصلاتو ته تاوان رسیږي.

د مریلند په ایالت کی د بن ال ناتز فارم د پخوا څو کلونو په پرتلې بدل شوی دی.د گرمې هوا له کبله مځکني توتان له وخته پاخه شي.

ددغه فارم خاوند وایی: "د څو دیرشو کلونو راهیسې زه همدا کار کوم. اوس د وخت نه مخکی د مې په دولسمه د توتانو په ټولو پیل کوو."

د روبرب په نوم برتانوی کښت په لږ شانته سړه هوا کی ښه حاصل ورکوی. د فارم خاوند وایی دغه کښت به سر له بل کال نه بند کړی او پر ځای به یی د تورو توتاتنو تولید ته پام واړوی. ځکه دا میوه په گرمه هوا کی ښه حاصل ورکوي. هغه وایی د نړی د تودوخی زیاتوالی هم زمونږ فارم بدل کړی او هم یی د نړیوالې خوراکی موسسی د تولیداتو بڼه بدله کړی ده.

د پیو په نوم د مرکز ساینس پوه جې گلج وایی ددی پیړی په نیمایی کې به نړیواله تودوخه د سانتی گرید په اساس د دوه و نه نیولی تر دریو درجو پوری زیاته شي چې د استوا کرښې ته لاندی پراته مخ په پرمختگ هیوادونه به چی اوس هم هوا پکی ډیره گرمه ده، لا وځپي.

په بی وزلو هیوادونو کی کرهنه د لاسختو ستونزو سره مخامخ ده. که هوا لږ څه زیاته گرمه شی نو دا ټول فصلونه به وسوځي، په خاصه توگه افریقا چې تر سخت گواښ لاندی ده. داکتره سنتیا روزن زویک د نړیوالی تودوخی، هوا پیژندنې او کرهنې په برخه کی تر ټولو پخه کار پوهه ده.

کله چې د افریقا په باب خبری کیږی نو د څه ډول خوراکی محصؤلاتو تولید باندی غور کولای شو.

خاص بوټي او په مشخصه توگه لوبیا دداسی ډول تولیداتو ساحه ورځ په روځ پراخیږي چې یوازی یو ځل گل کوی. ځینی تولیدات په گرمه هوا کی مخکی له پوره ودی پخیږی او سم نه رسیږی. یعنی تودوخې دتولیداتو پراندازې او کیفیت اغیز شیندلای دی.

ساینس پوهان بزگرانو او د فارمونو خاوندانو ته د نویو لارو چارو توصیه کوی، دوی وایی یو خو دې د کرلو وخت بدل شي .کله چی ال نتز دا وپتیله چی مځکني توتان یی د وخت نه یوه میاشت مخکی پخیږي نو دا ټوله سیمه کی یی یو ډول خاص ایتالیوی توتان کینول چی د پخیدو موسم یی یو میاشت وروسته وي.

همدارنگه دوی وایی د دوه ځله اوبو سیستم دې په کار واچول شي.

د تودوخی زیاتوالی نور تاوانونه هم اړوی په گرمه هوا کی حشرات زیاتیږي او نوره وده هم کوی د کاربن دای اکساید تولید زیات شي رطوبت د بیلو ناروغیو سبب گرځي چی له کبله یی هرزه بوټي هم له هرې خوا سراوچتوي.

د نړیوالی تودوخی بل لامل د خوراکی موادو کموالی او د بیو لوړوالی دی چی نړیواله لوږه را منځ ته کوی.

‏‎ایا مونږ یوه نړیوال قانون ته اړتیالرو؟‏‎‏

بلی اړتیا ورته شته. مونږه د گلخانه یی گازونو په کمولو د نړی د لاتودوخی او د اوږد مهاله گواښونو مخه تر یوه حده نیولای شو. لکه د وچکالی سېل او طوفانونه.‏

تر اوسه یوازی اروپایی اتحاد د گلخانه یی گازونو د محدود تولید په اړه قانون وضع کړی. اوس د امریکا سنا مجلس هم رایه واچوله چی د ورته قانون د تصؤیب دپاره به بحثونه پیل کړی.

XS
SM
MD
LG