د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اوږدوه او منځنی واټن توغندی 'کیدای شی چی تر اسراییلو پوری ورسیږی'


ایران د اوږدوه او منځنی واټن توغندی ازمویلی چی د یوه چارواکی په قول کیدای شی دغه میزایل تر اسراییلو پوری ورورسیږی.

د دغو میزاییلو ازمویینی د ایران د اټومی پروگرام په سر لانجه نوره هم سخته کړی ده.

د ایران دولتی ټلویزیون خبر ورکړ چی دغه میزایل نن وازمویل شول ،په دغو ازمویل شوو میزاییلو کی د شهاب دری په نامه نوی ډول هم شامل و چی دوه زره کیلو متره واټن وهلی شی.

د ایران د سپاه پاسدارانو یوه جگ پوړی قوماندان وویل چی د پوځ دغه ازموینه په دی منظور وه چی وښیی ایران کولای شی د دښمن په وړاندی د خپل ځان نه دفاع وکړی.

یوه ورځ مخکی د ایران د روحانی مشر مرستیال اخطار ورکړی ؤ که چیری امریکا په ایران د هغه د اټومی پروگرام له کبله حمله وکړی نو ایران به په اسراییلو او د فارس په خلیج کی د امریکا په دیره کښتیو باندی حمله وکړی.

سپینی ماڼی نن د ایران نه وغوښتل چی د بالستیک توغندیو جوړول ژرترژره بند کړی او نور د توغنیدیو ازموینی هم ونکړی.

XS
SM
MD
LG