د لاس رسي وړ اتصالات

نېوېارک ټاېمز: د امرېکا ددفاع وزارت افغانستان ته نوره هوايى قوه هم ور لېږى


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا پوځ په افغانستان کې د ېاغېانو په زېاتېدونکېو حملو باندى اندېښمن شوېدى اوددې په ځواب کې پوځ وايي چې دهواېې قوې په قابلېت کې به نور زېاتوالى هم راولى.

د امرېکا پوځ ددغه کار لپاره دالوتکېو دوړلو ېو ه بېړۍ دعراق له جنگ نه افغانستان ته اختصاص کوى. د امرېکا ددفاع وزارت چارواکېو د سه شنبى په ورځ ووېل چې دوى د ابراهام لنکن په نامه د الوتکېو د انتقالولو ېوه بېړۍ د فارس له خلېج نه دعمان خلېج ته لېږلى ده. چې هغه وخت لنډ کاندى چې جنگى الوتکى چې په افغانستان کې د زمکنېو جگړو ملاتړ کوى په لنډ وخت کې هلته ورسېږى.

دامرېکا ددفاع وزارت منابعو په دې شرط خبرى وکړى چې نومونه ېې وانه خېستل شى ځکه چې هغوى ته دا اجازه نشته چې په رسمى ډول خبرى وکړى. ېوه چارواکى ووېل چې دافېصله ددې خبرى څرگندونه کوى چې په افغانستان کې د جگړې حالات خرابېږى او په عراق کې ښه کېږى.

څرنگه چې په عراق کې مرگ ژوبله کمه شوېده نو دامرېکا دفاعى چارواکى فکر کوى چې داممکنه ده چې له عراق نه ېو څه هواېې قوه افغانستان ته متوجه کړى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې دامرېکا سمندرى قوه د فارس له خلېج نه سمندرى بېړۍ کله وباسى او کله ېې بېرته ورته راولى. دغه بېړى له ېوې خوانه دامرېکا له دوه روانو جگړو سره په افغانستان او عراق کىمرسته کوى له بلى خوانه اېران ته ېوڅه قوت ښکاره کوى او په سېمه کې دامرېکا متحدېنو ته دملاتړ نښه هم بلل کېږى.

دامرېکا قواو ستر جنرال ماېکل مالېن دامرېکا د لوېو درستېزانو د کومېټى مشر ددوشنبى په ورځ ووېل داسى ښکارى چې امېنت په عراق کى ټېنگ شوېدى. په جنگ کې دحل دمهمو عناصرو پرمختگ کړېدى.

په دې جمله کې په طاېفه ېې جگړوکې د کمښت راتلل، د سېاسى پخلاېنى د بهېر، پرمختلل او عراقې قواو قوى کېدل منځته راغلى دى. د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دا شېان په عراق کى دامرېکا له اشغال نه پنځه کاله روسته منځته راغلى دى.

نېوېارک ټاېمز لېکى له بلى خوانه په افغانستان کې د جنگ اوه کاله پوره کېږى. دامرېکاددفاع وزېر رابرټ گېټس تېره اونى په دې برخه کې ووېل چې په افغانستان کې د حملو زېاتوالى ېو ه رېښتونى اندېښنه را پېدا کړېده. هغه په دې برخه کې پر پاکستان باندى پړه واچوله چې پر ېاغېانو باندى د فشار په اچولوکې ناکام سوېدى.

ورځپآنه لېکى چې په افغانستان کې دامرېکا قوماندانانو ډېر پخوا دنورو زمکنېو عسکرو او هواېې قوې غو ښتنه کړې وه.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې جنرال مالېن ووېل دى ددې طرفداردى چې زېات عسکر ولېږى خو دى باېد په دې برخه کې سپېنه خبره وکړى ااو هغه دا چې د پاملرنى په برخه کې عراق داولېت حق لرى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا ددفاع وزارت تقرېبا له ېوکال راهېسى ناټو دېته هڅوى چې افغانستان ته نور عسکر ور ولېږى خو څه کامېابى ېې په برخه نشوه.

په همدى سبب پنتاگان د سږکال په جنورى کې امر وکړ چې ناکراره جنوب ته د سمندرى قواو ېو ه قطعه ورولېږى. که څه هم چارواکېو فېصله کړى وه چې دا عسکربه تر شپږو مېاشتو نه زېات هلته نه پاتې کېږى خو تېره اونى ېې فېصله وکړهچې ېوه مېاشت به نور هم هلته پاتې کېږى.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې د جولاى په شېږمه نېټه تر لسو نه زېات خلک د پاکستان په پاېتخت اسلام اباد کې د ځان وژنى د بم په ېوه حمله کې ووژل شول.

د اچاودنه د هغو خلکو خواته وشوه چې په اسلام اباد کې پر لال جومات باندى د حکومت د خونړي چپاو دکلېزې دلمانځلو لپاره راغلى وو. واشنگټن پوست لېکى چې تقرېبا لس زره سخت درېځه مسلمان مظاهره چېان هلته ددې لپاره راټول شوى ول چې د تارېخى لا ل جومات د چپاو لومړى کلېزه ولمانځى.

رپوټ واېې دغه خلک تقرېبا خواره واره کېدل چې د پولېسو خواته نېژدى ېوه چاودنه وشوه . دغه چاونده د پولېسو په هغه پوسته کې وشوه چې له جومات نه ېو څو سوه فوټه لېرې پرته ده.


واشنگټن پوست لېکى چې د پاکستان د کورنېو چارو د وزارت ېو سلاکار رحمان ملک وايى چې اته کسان په دې چادونه کې مړه شوېدى ، خو هغه چارواکى چې په دې صحنه کې حآضر ول هغوى واېې چې پنځه لس کسان وژل شوېدى.

دواشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې دالقاعده ډلى دمطبوعاتو څانگى هغه وېډېوخپره کړېده چې په هغې کې د لال جومات قربانېانو ته درناوى شوېدى. په دغه وېډېوکې د اسامه بن لادن مخکېنى پېغامونه او داېمن الظواهرى پېغامونه شامل دى.

په دغو پېغامونو کې د لال جومات پخوانى مشر په دې ستاېل شوېدى چې د پاکستان د حکومت په مقابل کې درېدلى دى. په وېډېوکې د نړۍ له مسلمانانو نه خواست کېږى چې دامرېکا د متحده اېالاتو په مقابل کې جهاد وکړى. واشنگټن پوست لېکى دالومړى ځل دى چې دا وېډېو په اردو ژبه خپرېږى.


واشنگټن پوست لېکى چې دا جومات په ١٩٦٠ لسېزه کې جوړ شوى او له هماغه وخت راهېسى داسلامى افراطېت ېومرکز گڼل کېده. دغه جوما ت ته به د پېښور او نور و قباېلى سېمو نه زېات شاگردان ددېنى زده کړو لپاره ورتلل.

د جومات مشران عبدالعزېز او دهغه ورور عبدالرشېد غازى دواړه د پاکستان د حکومت د پالېسو سره مخالف ول. عبدالرشېد غازى پر لال جومات باندى په چپاو کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG