د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا له عراق نه د عسکرو د ایستلو لپاره دنېټى له ټاکلو سره مخالف دى


د امرېکا حکومت وايى چې دوى له عراق نه دامرېکا د عسکرو داېستلو لپاره دنېټى له ټاکلو سره مخالف دى او دا کار له په عراق کې له روانو شراېطو برابر ندى.

د سپېنى ماڼى نطاقه ډانه پرېنو خبرېالانو ته نن په جاپان کې ووېل چې دامرېکا حکومت هروخت د قواو له هغه ډول خروج سره مخالف دى چې دا ېې دقواو حتمى خروج بولى.

هغې ووېل چې دعراق مشران په دې موافق دى چې دامرېکا دعسکرو وتل به په عراق کې په روانو شراېطو پورې اړه ولرى.

د عراق صدر اعظم نورى المالکى د ددوشنبى په ورځ برالا دعسکرو د وتلو دمهال وېش پېشنهاد وکړ. د سه شنبى په ورځ د عراق امنېتى سلاکار موفق الرباعى ووېل چې بغداد به له امرېکا سره هرډول امنېتى تړون چې په هغه کې د امرېکا ېې عسکرو د خروج مهال وېش شامل نه وى رد کاندى.

د عراق صدر اعظم نورى المالکى دلومړى ځل لپاره په برالا ډول دامرېکا ېې عسکرو د خروج د مهال وېش پېشنهاد ددوشنبى په ورځې وکړ. د امرېکا ددفاع وزېر د سه شنبى په ورځ ووېل امرېکا به د خپلو عسکرو کمولو ته په عراق کې ادامه ورکړ.

خو وايى چې له عراق نه دعسکرو دوتلو بهېر به په عراق کې په روانو امنېتى شراېطؤ پورې اړه ولرى. دامرېکا د لوېو درستېزانو د کومېټى رئېس ستر جنرال مالېن ووېل چې اوس دالقاعده په پخوانى پوخ سنگر کې ډېر ښه شوېدى.


XS
SM
MD
LG