د لاس رسي وړ اتصالات

ایران خپل نور توغوندي هم آزمویلي دي


ایران د فارس په خلیج کی خپل نور توغوندي هم آزمویلي دي، که څه هم چی لویدیځو ملکونو پرون په هغه باندی انتقادونه کول چی نهه توغوندي یې آزمویلي وو.

د ایران دولتي مطبوعاتو نن وویل چی ددغو نورو توغوندیو آزمویني ټوله شپه رواني وې چی په هغو کی د ځمکي نه سمندر ته، د ځمکي نه ځمکي ته او د سمندر نه هواته ټول توغوندي په کی شامل وو.

هغه توغوندي چی پرون د چهارشنبې په ورځ د ایران له خوا و آزمویل سول د شهاب درې ډول اوږده واټن توغوندي په کی شامل وو چی مامورین وایی دوه زره کیلو متره واټن وهلای او اسرائیلو او د امریکا نورو متحدو ملکونو ته رسیدای سی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندولیزا رایس د گرجستان په پایتخت تیبلیسي کی د خپل سفر په وخت ایران ته خبر داری ورکړ چی امریکا دې ته تیاره ده چی د هر ډول تیري په مقابل کی د ځان او د خپلو متحدانو دفاع وکړی.

ددې هفتې په سرکی د ایران د ستر مشر آیت الله علي خامنه یې یوه همکار ویلي و چی که په ایران باندی د هغه د ذروي پروگرام په وجه حمله وسی نو ایران به تر ټولو مخکي په اسرائیلو او د فارس په خلیج کی د امریکا د سمندري قواو په کښتیو باندي حملې وکړی.


XS
SM
MD
LG