د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اروپایی اتحاد د آستاځي سره وگوری


ایران وایی چی د هغه ملک د ذروي چارو ستر مرکچي سید جلیلي به د اروپایی اتحاد د خارجي پالیسۍ د رئیس هاویر سولانا سره وروسته په دې میاشت کی په ژینیو کی وگوری او د ذروي پروگرام په باب به یې خبري ور سره وکړی

د ایران رسمی خبري آژانس ـ ایرنا د ایران د ستري ملي امنیتي شورا د یوه نطاق له قوله ویلي دي چی دا خبري به د جولای په ١٩ مه شروع شی او په کی به په هغه پیشنهاد باندی بحثونه وسی چی ایران ته د امتیازاتو ورکولو د پاره د ښاغلي سولانا له خوا ورکړه سوی دی .

د نړۍ شپږو سترو طاقتونوروسیې ، چین ، فرانسې ، جرمني ، برتانیې او امریکا ایران ته د یولړ امتیازاتو ورکولو پیشنهاد کړی چی د هغو په بدل کی هغه هیواد د خپل ذروی پروگرام نه لاس واخلی .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دا تایید کړه چی ایران دې خبرو ته حاضریدای سی پرته له دې چی د یورانیمو د غنی کیدو کار وځنډوي ، لکه څنگه چی امریکا او د نړۍ نورو طاقتونو یې غوښتنه کړې وه .

XS
SM
MD
LG