د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مامورین:  د امریکا په هوایی حمله کی ۴٧ ملکي خلک وژل شوي دي


افغان مامورین وایی چی د یکشنبې په ورځ دننگرهارپه ولایت کی د امریکایی قواو په حمله کی ۴٧ ملکي خلک ووژل سول چی زیاتره یې ښځي او ماشومان وو .

یوه هیات چی ددې پېښي د تحقیق دپاره د ولسي جرگې د وکیل برهان الله شینواري په مشري جوړ سوی و ، د خپلو تحقیقاتو نتیجه نن د جمعې په ورځ اعلان کړه او ویې ویل چی د جولای په شپږمه نېټه دده بالا په ولسوالي کی په دې حمله کی هغه خلک چی واده ته روان وو وژل شوي دي نه د القاعدې غړي د امریکا په مشري د ائتلاف مامورینو ویلي و چی په دې هوایی حمله کی یواځي یاغیان وژل شوي دي . د امریکا په مشری د ائتلاف یوه مامور نن د جمعې په ورځ وویل چی دغه ائتلاف ددې پېښي تحقیقات کوی او که ملکي څوک وژل سوی وی نو د هغه له کبله ډیر تاسف کوی . چارواکي وایی چی دوی هیڅکله په ملکي خلکو باندی حمله نه کوی .

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ددې وروستۍ حملې د تحقیقاتو د پاره یو نهه کسیز هیات وټاکه چی د پارلمان غړي او د کورنیو چارو او ددفاع د وزارتونو مامورین په کی شامل دي .

XS
SM
MD
LG