د لاس رسي وړ اتصالات

اروزگان: په یوه ځان مرگی حمله کی څلورویشت کسان مړه شوی


افغان چارواکی وایی چی د ملک په جنوب کی په یوه ځان مرگی حمله کی لږترلږه څلورویشت کسان مړه شوی چی پنځه کسه پولیس پکی شامل دی.

د پولیسو قوماندان وایی چی دغه ځان مرگی د ارزگان په ولایت کی د دی راوود د ولسوالی په بازار کی د پولیسو یوه موټر ته نژدی ځان په بم والوزاوه .په دی چاودنه کی د دیرشو کسو نه زیات کسان وژل شوی دی.

د دی حملی مسؤلیت هیچا په غاړه نه دی اخیستی.

دغه ځان مرگی حمله په کابل کی د هند په سفارت کی د ځان مرگی حملی نه یوه اونی وروسته کیږی چی د څلویښتو نه زیات کسان پکی ووژل شول.

XS
SM
MD
LG