د لاس رسي وړ اتصالات

دنړۍ مشران د باستېل د ورځى د لمانځلو لپاره فرانسىته تللى دي


په فرانسه کې د باستېل ورځ لمانځل کېږى. دنړۍ مشران له اروپا، منځنى ختېځ، شمال افرېقا او دملگرو ملتونو عمومى منشى بان کېمون د فرانسى له جمهور رئېس نېکولس سرکوزې سره د باستېل دورځى په لمانځلو کې گډون وکړ.

د نړى مشران ددې لپاره چې د ېکشنبى په ورځ د باستېل دورځى په لمانځنه کې برخه واخلى فرانسى ته تللى وو. د جمهورو رئېسانو په منځ کې د سورېې جمهور رئېس بشېر الاسد دهغو مشرانو په منځ کې و چې رسم گذښت ننداره ېې کوله.

دغى مسلى د بشرى حقوقو د ډلې ېو شمېر مبارزېن او مخالف سېاستمداران په غوسه کړېدى. په سېاسى خلکو کې د فرانسى ېو شمېر نظامى منصبداران هم ول چې د ملگرو ملتونو د سولى په هېئت کې ېې هلته کار کاوه.

د باستېل د ورځى په مناسبت د فرانسى جمهور رئېس سرکوزې د خپل هېود ډېر اعلى نښان ېوشمېر نوماندو خلکو ته ورکړ. په دې جمله کې انگرېډ بېټن کورټ هم شامله وه.

نوموړى په فرانسوى کولمبېا کې برمته شوى وه. د فرانسى د غه ملى رخصتى له هغى ورځى نه را شروع شوېده چې د باستېل زندان ونړول شو او د فرانسى د انقلاب شرو ع له هماغه وخت نه وشوه.

XS
SM
MD
LG