د لاس رسي وړ اتصالات

د پولو پر سر د مخالفینو د نفوذ په هکله اندیښنه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل وروسته له هغه چې امریکایی قواوو د وسلوالو یوه حمله شاته وتمبوله، چی په ترڅ کی یی نهه تنه امریکایی عسکر ووژل شول، د افغانستان او پاکستان تر مېنځ د پولو پر سر د مخالفینو د نفوز په هکله د دغه هیواد جدی اندیښنه رامینځ ته کړیده.

د وزارت ویاند ټام کیسي په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل چې سرحدي نفوز ډیره پیچلې مساله ده، خو په عین وخت کی د دواړو هیوادو د امنیت لپاره یوه اساسی موضوع هم بلله کیږی.

د یکشنبې ورځې حمله د اسلامي تندلارو د مخنیوی په هکله د امریکایې ځواکونو توانایی تر پوښتنی لاندی راوستی دی.

امریکایي چارواکي وایې چې د تیر یو کال په پر تله په افغانستان کې بریدونه پیچلي، پیاوړي او تر بل هروخت زیات منظم شوي دي.

XS
SM
MD
LG