د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په خپل مشهور ساېنسپوه باندى د بندېزونو له لگولو نه دفاع کوى


د پاکستان حکومت حکومت په خپل مشهور ساېنسپوه عبدالقدېرخان باندى د بندېزونو له لگولو نه دفاع کوى. حکومت واېې مطبوعاتو ته دهغه وروستنۍ څرگندونې د پاکستان لپاره زېانمن ثابتېدلى شى.

د حکومت وکېلانو د سه شنبى په ورځ د محکمى په هغه دعوه کې ځواب وواېه چې د عبدالقدېر خان مېرمنى کړى وه. هغه واېې چې عبدالقدېرخان دى په کور کې له نظر بندى نه ازاد شى.

عبدالقدېر خان په ٢٠٠۴ مېلادى کال کې په خپل کور کې نظر بند شوېدى. ښاغلى قدېر خان هغه وخت اعتراف وکړ چې اټومى اسرار ېې اېران، لېبېا او شمالى کورېا ته ورکړېدى.

ښاغلى قدېر خان په خپلو وروستېو مرکوکې مطبوعاتو ته ووېل چې دې دېته اړ کړى شوى و چې اعتراف وکړى. ددې مېاشتى په سر کې هغه اسوشېتېد پرېس ته ووېل چې دپاکستان پوځ او جمهوررئېس پروېز مشرف شمالى کورېا ته اټومى سنټر فېوجونه لېږلى دى.

نن د حکومت قانوندانانو ووېل چې د عبدالقدېرخان وروستېو اظهاراتو له امله پاکستان په نړېواله دېپلوماتېکه ټولنه کې له عکس العمل سره مخامخېدلى شى.

د عبدالقدېر خان وکېل جاوېد اقبال جعفري د حکومت درېځ د هغه په برخه کې رد کړ او وې وېل چې چارواکى صرف غواړى چې دغه اټومى ساېنسپوه ته سزا ورکړى.

XS
SM
MD
LG