د لاس رسي وړ اتصالات

ځان وژونکېو دعراق د نوو پولېسو د تقرر په مرکز برېد وکړ


د عراق چارواکى وايى دوه ځان مرگو له ځان سره د بم په چونو کې لږ تر لږه ٢٨ کسان وژلى دى او ٥٧ کسان ېې دهېواد په شمال کې زخمى کړېدى.

پولېس وايى چې دا حمله د سه شنبى په ورځ د عراقې پولېسو د مقررولو په دفتر کې په بقوبه کې پېښه شوه. د بقوبه ښار دعراق په دېاله اېالت کې پروت دى.

په بغداد کې د امرېکا نظامى نطآق وايى په دغه حمله کې د عراق په پولېسو کې نوي مقررېدونکى کسان په نښه شوى ول.

دغه حمله په داسى وخت کې کېږى چې د دېاله په ناکراره اېالت کې د نوو نظامى عملېاتو توقع کېږى.

XS
SM
MD
LG