د لاس رسي وړ اتصالات

’په قبایلو او افغانستان کې د حل لار د ‏ذهنیتونو بدلول دي’


په امریکا کې د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د چارو کارپوه، حمید ارسلان ویلي، په افغانستان او د قبایلو په سیمه کې روان بحران او تشدد هغه وخت ختمېدلای شي چې د خلکو پر ذهنیتونو کار وشي. د زده کړې موقع او اقتصادي زیربناوې ورته برابرې شي. د امریکا غږ پښتو څانگې له ښاغلي ارسلان سره مرکه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې دا وخت داسې یوه سرحد ته رسیدلي چې په اړه یې اندیښنې موجودي دي. د افغانستان کابینې پر پاکستان تور لگولی چې استخبارات یې په افغانستان کې د حملو تر شا لاس لري او له هغه هیواد سره یې د سولې ټولې غونډې فسخ کړي دي.

له حمید ارسلان نه پوښتنه وشوه چې د دوی په فکر د افغانستان د حکومت دغه اقدام څومره پر ځای و؟ هغه په ځواب کې وویل: ”دا یوه سخته پوښتنه ده. خو په هر صورت دا د ښاغلي کرزي لپاره ځکه ښه ده، چې دی باید د افغانستان خلکو ته وښيي چې په دې باره کې جدي. دی. دا پر ځای گام دی خو په عیني وخت کې د خبرو اترو ملاتړ باید و‍‍شي په خاص ډول د پاکستان له خوا. پاکستان هم په دغو حملو کې لاس لرل رد کړي دي. په خاص ډول د هند پر سفارت یې په حمله کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړی دی. خو دا کافي نه ده. پاکستان باید ثابته کړې چې د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي او د دواړو ملکونو تر منځ د سولې له پروسې سره مرسته کوي. دا باید دوجانبه وي. زما په فکر خو په دې اړه باید هند هم خپله برخه ولري او درې جانبه وي. او موږ باید هوښیار واوسو او چا ته اجازه ورنکړو چې د خپلو اهدافو لپاره د افغانستان خاوره استعمال کړي”.

له ښاغلي ارسلان نه پوښتنه وشوه چې په اوسنیو شرايطو کې دغو دریو ملکونو ته څه کول په کار دي چې د افغانستان بحران او د قبایلو په سیمه کې تشدد پای ته ورسیږي.

هغه وویل: ”د قبایلو د سیمې په باره کې باید ووایم چې هلته د قوې استعمال زما په فکر د حل لاره نه ده. باید په دغه سیمه کې د زده کړې زمینې برابرې شي او د هغو خلکو د ذهنیتونو د بدلولو لپاره کار وشي چې په قبایلو کې اوسیږي او د طالبانو او القاعدې ملاتړ کوي او ددې کار یوازنۍ لاره د تعلیم ترویج او د اقتصادي بدیل تهیه کول دي. باید د سرحد په دواړو غاړو کې د خلکو لپاره د کار زمینې برابرې شي او د اوږده مهال اقتصادي پروژې په لاره واچول شي”.

ښاغلی ارسلان وايي، که دغه کار وشي فکر نه کوي چې څوک به د طالبانو یا د القاعده د سازمان ملاتړ وکړي. یوه ورځ مخکې، په امریکا کې د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره یوه مهم کاندید، جان مکین چې د افغانستان او عراق په باب یې خپله پالیسي تشریح کوله، وویل چې دی به په قبایلو کې هغه قبیلو او خلکو ته وسلې ورکړي چې غواړي له خپلې سیمې نه بنسټ پالي عناصر وباسي.

له ښاغلي ارسلان نه پوښتنه وشوه چې د دوې په نظر دا کار تر کومه حده د مشکل حل کیدای شي؟ هغه داسې وویل: ”زه په سیمه کې د پوځي حل مخالف یم. په تیرو شپږو یا اوو کلونو کې دا ثابته شوه چې پوځي لارې نه خو په افغانستان کې او نه هم د پاکستان په خوا کې چاره وکړه. باید په قبایلو کې او همدارنگه د فاټه په نیمه خودمختاره سیمه کې او همدارنگه د افغانستان په خوا کې، د مشکل د حل کولو یوه جدي لاره چاره ولټول شي”.

ښاغلی ارسلان وايي، په اوږده مهال کې، د ژوند کولو لپاره د اقتصادي بدیل منابع برابرې شي، اقتصادي پروژې پیل شي او د خلکو ذهنیت بدل شي او تر ټولو غوره لاره د دوی لپاره د زده کړې موقع برابرول دي.

XS
SM
MD
LG