د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پوځ له کوهاټ او هنگو نه جگړه ماران ایستلي


د پاکستان امنیتي قواوو د ملک په شمال لویدیځ کې دوه ښارونه له یاغیانو نه پاک کړي دي. په دغه قبایلي سیمه کې څو ورځې مخکې، د طالبانو د یوې حملې په نتیجه کې ١٥ عسکر ووژل شول.

د پوځ نطاق، تورن جنرال اطهر عباس وویل، قواوې یې نن د هنگو او کوهاټ په ښارونو کې له لږ مقاومت سره مخ شوي دي.

امنیتي قواوو چې د هلیکوپترو ملاتړ ورسره وو، هغه سیمې نیولي چې مخکې د جگړه مارانو په لاس کې وې او په سیمه کې د اوبو یو بند یې هم په خپله ولکه کې راوستی دی.

چارواکو په سیمه کې په گرځیدو بندیز لگولی او ځینو ځايي خلکو ته یې امر کړی چې له سیمې ووځي.

د شنبې په ورځ پاکستاني طالبانو د پوځ پر هغه کاروان حمله وکړه چې هنگو ته روان و.

په دوې وروستیو وختونو کې د پاکستان په قبایلي سیمه کې امنیتي وضعه خرابه شوې ده. طالبانو خبرداری ورکړی که حکومت د دوی ملگري خوشې نه کړي نو له دوی سره بندي څو تنه عسکر به ووژني.

XS
SM
MD
LG