د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عسکرو د طالبانو ېو معتبر قوماندان وژلى


ناټو وايي د دوى قواو د طالبانو ېو مشر قوماندان تېره شنبې د افغانستان په جنوبى برخو کې وژلى دى. په افغانستان کې د ناټو نظامى اېتلاف نن د پنجشنبى په ورځ دا خبره تائېد کړه چې دوى ملا بسم الله اخوند وژلى دى.

د ناټو نظامى اېتلاف د افراطېانو پر دغه قوماندان داتور لگوى چې په سېمه کې ېې افراطېانو ته وسلى او چاودونکى مواد برابرول. په دغو موادو باندى افغان او خارجى قواوې په دغه سېمه کې وژل شوېدى.

په ېوه جلا خبر کې چارواکى وايى چې په هرات کې داېتلاف دقواوپه ېوه چپاو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوېدى. داسى رپوټونه هم راغلى دى چې په دغه چپاو کې ملکېان ېازخمى شوېدى او ېا مړه شوېدى.

د تېرې چارشنبى په ورځ دامرېکا په مشرى داېتلاف قواوو په دې اعتراف وکړ چې دهرات په سېمه کې ېې اته ملکېان په ېوه هواېې حمله کې وژلى دى او دوه ېې زخمى کړېدى.

اېتلاف ووېل چې دوى په خپلو عسکرو باندى دېوې حملى په ځواب کې بمبارى کوله. ناټو واېې ددوى عسکر لاتراوسه پورې هم دا فغانستان په ناکراره خېتځو برخو کې گزمى کوى. که څه هم د افراطېانو له حملى نه وروسته ددوى قواو په هغه ځاې کې خپلو پوسته خوشى کړېده.

ناټو د چارشنبى په ورځ اعلان وکړ چې دافغانستان او امرېکا قواو د ونت د کلى پوسته خالى کړېده. په دغه پوسته کې د تېرې ېکشنبى په ورځ نهه امرېکا ېې عسکر ووژل شول.

د تېرې ېکشنبى د ورځى حمله د نورستان ولاېت د ونت په کلى چې د کونړ له ولاېت سره سرحد لرى شوې وه. دغه سېمه پاکستان ته ډېره نېژدى ده. رپوټ وايى دا دامرېکا پر قواوباندى ډېره خونړۍ حمله بلل شوېده.

XS
SM
MD
LG