د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران په اتومي خبرو کې برخه واخیسته


په لومړي ځل د امریکا یو لوړ رتبه هیئت د ایران د اتومي پروگرام پر سر په خبرو کې برخه اخلي. دغه خبرې نن د شنبې په ورځ په ژینوا کې پیل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، ویلیام برنز، د ایران د اتومي چارو د مرکه چي سعید جلیلي او د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ له رئیس، هاویر سولانا سره د تړلو دروازو تر شا خبرو ته کښیناستلی دی. ټاکل شوې وه چې د برتانیې، جرمني، فرانسې، روسیې او چین استازي هم په دغو خبرو کې گډون ولري.

د ایران یوه استازي، د خبرو له پیلیدو مخکې خبریالانو ته ویلي، ددې امکان نه ویني چې ایران دې خپل د یورانیمو د غني کولو پروگرام پرچاو کړي چې همدا د لویدیځو هیوادونو یوه مهمه غوښتنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، کنډولیزا رایس د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، خبرو ته د ښاغلي برنز لیږل په دې معنی ده چې امریکا له ایران سره د ډیپلوماسئ له لارې د مشکل د حل کولو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG