د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما له کرزي سره د ترهگرۍ د جگړې په باب خبرى وکړې


د امرېکا ددېموکراتېک گوند له خوانه د جمهورى رېاست کاندېد سناتور براک اوباما دافغانستان له جمهوررئېس حآمد کرزي سره په کابل کې ملاقات وکړ.

په دغه مجلس کې ددواړو مشرانو خبرى په افغانستان کې دترهگرى خلاف پر جگړه باندى متمرکزى وې. دواړومشرانو دافغانستان پر امنېت اوانکشافاتو باندى د ېکشنبى په ورځ د جمهورى رېاست په ماڼى کې خبرى وکړى.

د جمهور رئېس کرزى نطآق هماېن حمېد زاده ووېل چې سناتور براک اوباما خپل تعهد له افغانستان سره او دترهگرى خلاف جگړه کې څرگند کړ.

د ښاغلى اوباما د دې سفر مقصد دخارجى پالېسى په برخه کې د حقاېقو راپېدا کول دى.

رپوټ واېې دغه مجلس د ښاغلى کرزى سره د جمهورى رېاست په ماڼى کې چې امنېت ېې ښه په ټېنگه نېول شوى و نن د ېکشنبى په ورځ ترسره شو. تر مجلس وروسته، ښاغلى اوباما دامرېکا له عسکر و سره د سهار ډوډوۍ وخوړله. په افغانستان کې دامرېکا پنځه دېرش زره عسکر پراته دى.

افغان چارواکى وايي چې وروسته بېا سناتور اوباما له ښاغلى کرزى سره نن د ېکشنبى په ورځ په کابل کې د جمهورى رېاست په ماڼى کې د غرمى ډوډى وخوړله.

په ېه وېډېو کې ښودل کېږى چې دواړه مشران له ېوبل سر ه په خندا او خوشالى خبرى کوى . خو دهغوى د مجلس تفصېلات ندى برالا شوي.

سناتور اوباما په دې نېژدى وختونوکې پر ښاغلى کرزى انتقاد وکړ چې دده حکومت په کافى اندازه جدى اقدامات نه کوى چې په هغه هېواد کې له ادارې فساد سره مقابله وکړى. قضاېئه قوه او پولېس منظم کړى او دافغانستان د خلکو اعتماد اوباور حاصل کړى.

خو اوباما داهم ووېل چې دى به افغانستان ته په خپل لومړى سفر کې نسبت دېته چې خپله خبرى وکړى نورو خبروته ډېر غوږ ونېسى. رپوټ وايى چې له ښاغلى اوباما سره دامرېکا دوه نورسناتوران جمهورى خواه چک هېگل او دېموکرات جک رېډ سفر کوى. په افغانستان کې دامرېکا نظامى قوماندانانو ښاغلى اوباماته د شنبى په ورځ د افغانستان د حالاتو په برخه کې لنډ معلومات ورکړ. رپوټ وايى توقع ده چې سناتور اوباما عراق ته هم سفر وکړى.

سناتور اوباما غږ کړېدى چې دامرېکا عسکر به په څو پړاوونو کې له عراق نه وباسى او په افغانستان کې به خپل نظامى حضور زېات کړى. سناتور اوباما فکر کوى چې افغانستان له ترهگرى سره په جگړه کې ډېر مهم دى. خو دجمهورى گوند له خوانه کاندېد سناتور مکېن دهغه انتخابى سېال پرسناتور اوباما باندى په دې انتقاد کړېدى چې دعراق او افغانستان په برخه کې ېې له سفر نه مخکى خپله ستراتېژى اعلان کړېده.

سناتور جان مکېن د شنبى په ورځ په خپله راډېوېې وېنا کې ووېل د جگړې په وخت کې د پوځ اعلى قوماندان ته دهغه مقام وخت نه ورکوى چې په خپله وظېفه کې د وظېفى په باب څه زده کړى.

همدارنگه د شنبى په ورځ دعراق صدر اعظم نورى المالکى په ېوه جرمنى اونېزه خپرونه ډېر شپېگل کې ووېل چى دى د سناتور اوباما ددى پلان ملاتړ کوى چې له عراق نه دامرېکا عسکر په شپاړسو مېاشتو کې وباسى. خو دعراق د حکومت نطاق على الدباغ نن د ېکشنبى په ورځ ووېل چې دښاغلى مالکى نظرېات درست ندى ترجمه شوي.

رپوټ وايي چى دامرېکا دجمهورى رېاست لپاره دېموکرات کاندېد سناتور اوبا به په همدى سفر کې اسرائېلو، اردن ، جرمنى ، فرانسى او برتانېې ته هم سفر وکړى. د فلسطېن مشران وايى چې دى به ددوى له مشرانو سره په لوېدېزه غاړه کې ملاقات وکړى.

XS
SM
MD
LG