بل پلو، پرون
د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلاني وویل د هغه حکومت به د هیڅ بهرني هیواد پوځ ته
د پاکستان په خاوره کې د تندلارو پر ضد د عملیاتو اجازه ورنکړي.
خو زیاته یی کړه چی پاکستان به د نړیوال ترورزم په خلاف د نړیوالې ټولنی سره خپلی همکاری ته دوام ورکړي. د پاکستان صدر اعظم ملت ته د وینا په ترڅ کی چی د دولتی تلویزیون له لارې د شنبې په ماښام خپره شوه وویل، پاکستان د سخت دریځو ترورستانو په خلاف د مبارزې توان لري.
هغه وویل پاکستان به خپلی پریکړی پخپله عملي کړي. خو د اسلام اباد یوه اوسیدونکي وویل ښاغلی گیلاني پخپلو خبرو کی صآدق نه ښکاریدو او دا مشران د بهرنیو هیوادونونه د پیسو په بدل کې په هیواد کی د حملو اجازه ورکوي.