نن په بغداد کی عراقیانو عراق ته د دیموکرات کاندید برک اوباما د سفر په باب گډ و وډ او بیلا بیل نظریات ښکاره کړل.
سناتور
اوباما په عراق کې د جنگ ختمول غواړي او ژمنه یی کړې چې که د امریکا د جمهور رئیس
په توگه وټاکل شي نو د شپاړسو میاشتو په دوران کې به امریکایی عسکر بیرته خپلو
کورونو ته را ستانه کړي.
د عراق یوه حکومتی ویاند نن وویل صدراعظم نوري ال مالکي تر اوسه د امریکایی قواو داحتمالی ایستنی دپاره د کوم ځانگړي تقسیم اوقات موافقه نده لاسلیک کړې.