د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د غزنى په ولاېت کې ېوه لېرې پرته اولسوالى ونېوله


د افغانستان چارواکى وايى چې ېاغى طالبانو په جنوبى افغانستان کې ېوه لېرې اولسوالى هغه وخت ونېوله چې د شپې له خوانه ېې پرې حمله وکړه.

چارواکى وايى چې نن ددوشنبى په ورځ ځاېې امنېتى قواوې له دغى حملى نه وروسته د اجېرستان له اولسوالى نه په غزنى کې په شاولاړلى.

چارواکى وايي چې ېاغى طالبانو پخواهم لېرې پراته کلى نېولى دى. خو دافغانستان او اېتلاف قواوې په دې برېالى شوېدى چې دغه جنگېالى بېرته په شا وتمبوى.

دافغانستان او ترکېې چارواکى وايى چې هغه دوه ترکي انجنېران چې دافغانستان په لوېدېځو برخو کې تېره اونى برمته شوى ول هغه خوشى شول او خپلو کورونو ته راستنېږى.

د افغانستان پولېسو ووېل چې نن ددوشنبى په ورځ چې دغه دوه انجنېران د ېکشنبى په ورځ خوشى شول. دترکېې دغو انجنېرانو د بېارغونى په ېوه کمپنى کې کارکاوه.

دغه کمپنى دهرات له ښار نه بهر کارکوى. رپوټ واېې چې هغوى دنامعلومو کسانو له خوانه د جولان په ١۴ مه نېټه برمته شول. ېوې ډلې هم دهغوى دبرمته کولو مسوولېت په غاړه ندى اخېستى .

رپوټ واېې چې په هرات کې دتېرو څو مېاشتو په موده کې د برمته کونگ څو پېښى سرته رسېدلىدى. او دبرمته کونگ زېاتره قربانېان د بډاېو او مسلکى افغانانو ماشومان دى.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې دامرېکا په مشرى قواو ېو عسکر نن له هغو زخمونو نه مړ شو چې دېکشنبى په ورځ ېې په هېلمند کې دېوې چاودنى په وخت کې خوړلى ول.

دناټو نړېوالى قواوې واېې چې ددوى عسکرو د طالبانو ېو جگپوړه قوماندان ملا شېخ په هېلمند کې دموسى کلا په سېمه کې دهغه له دوو پېروانو سره وژلى دى. همدارنگه د ېکشنبى په ورځ دافغان چارواکېو په هواېې برېد کې ناټو په مشرى قواو تقرېبا شل تنه ېاغى طالبان په خوست کې ووژل.

XS
SM
MD
LG