د لاس رسي وړ اتصالات

’د اسامه موټروان د یوولسم سپتمبر په حملې خبر و’


په گوانتانامو کې یو نظامي څارنوال وايي، د اسامه بن لادن موټر چلوونکی سلیم همدان، د ٢٠٠١ کال د سپتمبر په ١١مه د هغې څلورمې الوتکې په هدف خبر و چې پر امریکا یې په تروریستي حمله کې برخه درلوده.

سلیم همدان د گوانتانامو لومړنی زنداني دی چې محاکمه کیږي. مدافع وکیلانو او د بشري حقونو مدافعینو د هغه کمیسیون د کار پر طرز انتقاد کړی دی چې امریکا ددغو زندانیانو د محاکمې لپاره ټاکلی دی.

محکمه غواړي معلومه کړي چې سلیم همدان لکه څنگه چې دده مدافع وکیلان وايي، یو عادي ډریور او مستري او که د امریکا د نظامي څارنوالانو له ادعا سره سم د القاعده شبکې په پلان شویو حملو خبر و.

څارنوالانو د چارشنبې په ورځ وویل، سلیم همدان په هغه الوتکه خبر و چې د پنسلوانیا په یوه میدان کې راولوېده او هدف یې دا و چې په واشنگټن کې د کانگرس له ماڼۍ سره وجنگیږي. د څارونوالانو په خبره، سلیم همدان په دې باب د اسامه او د هغه د مرستیال خبرې اورېدلي وې.

٣٠ کلن همدان چې د یمن تبعه دی، په دسیسه جوړونې او له تروریزم سره په مرسته کولو تورن دی. هغه پر ځان باندې لگیدلي تورونه نه دي منلي.

دغه محاکمه یو ځل بیا گوانتانامو ته د دقیقې توجه د اوښتو باعث شوې ده. له هغه راهیسې چې په ٢٠٠٢م کال کې د گوانتانامو زندان جوړ شوی، د امریکا پر هغو پالیسیو باندې په نړیواله سطحه انتقادونه شوي چې د زندانیانو او له هغوې څخه د تحقیق لپاره یې وضع کړي دي.

د محکمې مشر څارنوال، ډگروال لارنس موریس له دغې محاکمې نه دفاع کړې ده.

هغه چې د کیوبا په گوانتانامو کې د امریکا د سمندري قواوو په اډه کې خبرې کولې، داسې وویل: ”زما په عقیده، دوی په داسې یوه جنگي محکمه کې محاکمه کیږي چې مثال یې هیچا ندی لیدلی. محاکمه په انصاف برابره، له متهم نه دفاع کیږي او د متهم او د حکومت د گټو او همدارنگه د ملي منافعو تر منځ پکې توازن ساتل کیږي”.

په گوانتانامو کې شاووخوا ٢٧٠ تنه نور بندیان چې د څو کلونه راهیسې هلته بندیان دي، لا تر اوسه نه دي محاکمه شوي. د بوش حکومت دغو بندیانو ته د غیرقانوني دښمنو جگړه مارو نوم ورکړی او د جنگي اسیرانو حقوق نه ورکول کیږي.

د سه شنبې په ورځ، په گوانتانامو کې د همدان مدافعینو چې د امریکا نظامي افسران هم په کې گډون لري، ددغه نظامي محکمې پر مشروعیت انتقاد وکړ. د مدافعینو مشر ډگروال سټیفن ډیویډ وویل، د امریکا فدرالي محکمې او نظامي قضا په نړۍ کې نوم لري او د گوانتانامو ددغه کمیسیون جوړولو ته هیڅ ضرورت نه و.

هغه وویل: ”موږ د نورې نړئ لپاره یو مثال یو، او بیا هم موږ ددغو زندانیانو د محاکمې لپاره د کمیسیون سیستم ایجاد کړ هغه هم پر داسې یوه بنیاد باندې چې د امریکا له اساسي قانون سره اړخ نه لگوي. زه فکر کوم چې دا کار ناسم ثابت شو، او یا خو دا د گوانتانامو په ټاپو پورې تړلې خبره ده او د امریکا د مسئلې په توگه نه حسابیږي”.

ددې امکان شته چې د سلیم همدان محاکمه له دریو نه تر څلورو اونیو وخت ونیسي او که مجرم وگڼل شي نو د عمر قید له سزا سره به مخ شي. حتی که مجرم هم و نه گڼل شي، د بوش حکومت ددې صلاحیت لري چې دښمن جنگړه ماران تر هغو په قید کې وساتي چې روان بحران او د تروریزم په خلاف جگړه پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG