د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر هند د تروریزم خلاف د همکارئ غږ کړی


د پاکستان صدراعظم ویلي، پاکستان او هند باید په سیمه کې د تروریزم په خلاف گډه مبارزه وکړي.

یوسف رضا گیلاني نن د هند له صدراعظم من موهن سینگ ته په ټلیفون کې ویلي چې په سیمه کې د روانې ناامنۍ د ختمولو لپاره باید د افراطیت په خلاف همکاري زیاته شي. هغه وویل، هند او پاکستان دواړه ددغه مشکل سره مخ دي.

ښاغلي گیلاني ددې لپاره خپل هندي هم رتبه ته ټلیفون کړی و چې هغه ته مبارکي ووايي چې په پارلمان کې یې د اعتماد رایه گټلې ده.

د پاکستان صدراعظم دغه څرگندونې له هغه وروسته خپریږي چې افغان او هندي مقامات د پاکستان پر استخباراتو تور ولگاوه چې په کابل کې یې د هند پر سفارت باندې په ځانمرگي برید کې لاس درلود.

ښاغلی گیلاني ویلي، یو باثباته افغانستان په سیمه کې د ټولو هیوادونو په گټه دی او باید د هغه ملک د سولې او ثبات لپاره باید هڅه وشي.

XS
SM
MD
LG