د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قواوو څلور ملکي افغانان وژلي


ناټو وايي، قواوو یې نن د هلمند په ولایت کې پر هغه موټر ډزې کړي چې د تلاشۍ پوستې ته ونه درید او د ډزو په نتیجه کې څلور ملکیانو وژل شوي او درې نور زخمیان دي.

چارواکي وايي، له موټر نه پر عسکرو ډزې شوي چې وروسته عسکرو د ممکنه حملې د مخنیوي لپاره په موټر ځوابي ډزې وکړې.

د ناټو قواوو په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، پر دې یې خفگان څرگند کړی چې د موټروان د بې پروايي له آمله دغه پیښه رامنځته شوه.

د افغانستان د حکومت او په هغه ملک کې د نړیوالو قواوو تر منځ دا وخت ملکي تلفات یوه حساسه موضوع گرځیدلې ده.

ملگري ملتونه وايي، په روان کال کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو تر منځ په جگړه کې نږدې ٧٠٠ ملکي افغانان وژل شوي دي.

جمهور رئیس حامد کرزي پر بهرنیو قواوو غږ کړی چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.

بل خوا، ایتلافي قواوو نن وویل، د دوی عسکرو د جمعې په ورځ د کاپیسا په ولایت کې یو وسله وال کس وروسته له هغه وژلی چې پر عسکرو یې د حملې هڅه کړې وه.

همدارنگه د جمعې په ورځ، د کورنیو چارو وزارت وویل، پولیسو د تخار په ولایت کې د ملا عثمان په نامه یو طالب قومندان وروسته له هغه وژلی چې له خپلو ملگرو سره یې د پولیسو پر یوه پوسته حمله کړې وه.

XS
SM
MD
LG