د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان پر سرحد جگړه کړې


د پاکستان یو پوځي چارواکی وايي، د هند او پاکستان عسکرو نن په کشمیر کې پر گډ سرحد باندې پر یوه بل ډزې کړي دي.

د پاکستان د پوځ نطاق، تورن جنرال اطهر عباس وايي، د هند پوځ لومړی د پاکستان پر خوا راکټونه فیر کړل چې وروسته د پاکستان پوځ سملاسي په ځوابي عملیاتو لاس پورې کړ او د موضوع د هواري له پاره یې د دواړو ملکونو د پوځي مشرانو د غونډه غوښتنه کړې ده.

تر اوسه د تلفاتو په باب خبر نشته. خو د هند د پوځ نطاق د پاکستان ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې لومړی برید د پاکستان له خوا شوی دی. د هند چارواکو وویل، یو شمیر افراطیانو چې غوښتل یې د هند خاورې ته ننوځي پر هند باندې د راکټونو فیرونه کړي دي. نطاق وویل، هند په خوابي عمل لاس نه دی پورې کړی.

د پاکستان د پوځ نطاق، تورن جنرال اطهر عباس وايي، د هند پوځ لومړی د پاکستان پر خوا راکټونه فیر کړل چې وروسته د پاکستان پوځ سملاسي په ځوابي عملیاتو لاس پورې کړ.

تر اوسه د تلفاتو په باب خبر نشته. هند تر دې دمه د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په روان میاشت کې په کشمیر کې د دواړو هیوادونو پر سرحد باندې د اوربند له پریکړې نه دوهم سرغړاوی و.

په اتومي وسلو سمبال هند او پاکستان دواړه د ټول کشمیر د ملکیت دعوه کوي.

XS
SM
MD
LG