د لاس رسي وړ اتصالات

په لبنان کې د تازه فرقيي تشدد د ختمولو لپاره پوځ گومارل شوی


د لبنان کې د دوو ورځو رهیسې د روان فرقيي تشدد د ختمولو لپاره د ملک پوځ گومارل شوی دی. ددغه تشدد په نتیجه کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او له ٥٠ زیات زخمیان دي.

پوځیانو نن په زرهدارو موټرو کې د لبنان په شمالي ښار تریپولي کې د سولې د ټینگولو لپاره گزمه کوله. په دغه ځای کې د سونیانو او شعیه گانو تر منځ نښتې دوام لري.

جگړه د جمعې په ورځ ونښته. ځینې کورنۍ د جگړې له سیمې نه وتلي دي.

په تریپولي کې د تیر جون راهیسې د جگړو په نتیجه کې لږ تر لږه ٢٢ تنه وژل شوي دي.

په لبنان کې دوه اونۍ مخکې یو ایتلافي حکومت وروسته له هغه جوړ شو چې په ملک کې د لویدیځ پلوه حکومت او د مخالف گوند، حرب الله تر منځ د څو میاشتو دوامداره جگړو لبنان د یوې کورنۍ جگړې له گواښ سره مخ کړی و.

XS
SM
MD
LG