د لاس رسي وړ اتصالات

په وزیرستان کی شپږ تنه وژل شویدی


پاکستانی مقامات چارواکی وایی چی په جنوبی وزیرستان کی د میزایل په یوه حمله کی لږ تر لږه شپږ تنه وژل شویدی. په دریو یی د خارجی افراطیانو گومان کیږی چی وژل شویدی.

مقامات وایی چی دا حمله د دوشنبی په ورځ د جنوبی وزیرستان د اعظم ورسک په سیمه کی شویده.

استخباراتی مامورین وایی گومان کیږی چی د امریکایی الوتکی نه وار شوی توغندئ په یوه مدرسه لگیدلی دی چی شپږ کسان پکی مړه او دری نور ژوبل شویدی.

ځینی محلی کسانو ویلی دی چی دوی حملی نه مخکی د جیټ یا بی پیلوټه طیارو غږونه اوریدلی دی.

په قبایلی سیمه کی دا حمله په داسی وخت کی شویده چی یو څه ساعت پس د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلانی دلته په واشنگټن کی د امریکا د جمهور ریس بش سره ملاقات کوی.

او احتمال دی چی جمهور ریس بش د پاکستان د صدر اعظم نه د افغانستان او پاکستنان په پوله کی د طالبانو او القایده د حملو په باب پوښتنه وکړی.

XS
SM
MD
LG