د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ د اېران د اټومی پروگرام له امله 'بېځایه اندېښمن دي' (مرکه)


د امریکا ږغ د فارسی څانگی همکار د ژورنالیسټ او لیکوال سیمون میرن هرش سره د اېران د اټومی پروگرام په مقابل کی د امریکا دعکس العمل په باره کی مرکه. سیمون مایرن هارش د امریکا له هغو ژورنالیسټو لیکوالانو څخه دی چی په سپینو خبرو کولو او رپوټ ورکولو مشهور دی.

هغه د نیویارکر له مجلې سره دایمی همکاري لری او د ویټنام د جنگونو په باب د رپوټونو د خپرولو له امله یې په کال ١٩٧٠ کی د پولیتزر جایزه تر لاسه کړه.

هغه په دې عقیده دی چی سپینه ماڼۍ یا د جمهور ریس بوش حکومتی مقامات د اېران د اټومی پروگرام له امله تر یوه ځایه پوری بېځایه اندېښمن دي.

دی وایی په سپینه ماڼۍ کی ځینی داس یکسان سته چی زما سره د اېران په باب او په هغه هیواد کی د متحده ایالاتو د پټو عملیاتو په باب خبری کوی.

دی وایی: "د امریکا اوسنی حکومت د اېران له درکه ډېر سخت اندېښمن دی او په دې عقیده دی چی د اېران حکومت د خپلو اټومی پروگرامونو په باب ریشتیا نه وایی. د امریکا حکومت په اېران کی د خپلو خاصو عملیاتو د قوماندانی د لاري، چی جې ساک نومېږی، پټ عملیات پیل کړي دي."

سیمون میرن هرش وایی امریکا د عراق په برخه کی هم دغه ورته عمل وکړ. په داسی حال کی چی د امریکا استخباراتی مامورینو او بین المللی استخباراتی ادارو ته دا خبهر څرگنده وه چی عراق نه اټومی وسلې او نه د اټومی وسلو پروگرام لری، خو د امریکا استخباراتی مامورینو دا حقیقت نه سو ویلای ځکه چی هغوی دا معلومه وه چی سپینه ماڼۍ نه غواړی دغه راز رپوټ واوري. بلکه د بوش حکومت غواړي واوری چی د عراق حکومت د اټومی وسلو پروگرام لری او د القاعده په څېر ټروریسټی ډلو سره اړېکی لری.

هرش وایی هغه ته ډېرو عالی رتبه مقاماتو ویلي دي چی د امریکا حکومت په اېران کی په پټو عملیاتو لیگا دی.

"تر هغه ځایه چی زه خبر یم د امریکا د خاصو عملیاتو ډلي په اېران کی د افغانستان له خاوری څخه عملیات وکړل. د امریکا حکومت کوښښ کوی په اېران کی د ځینو ناراضی ډلو سره تماسونه ټینگ کړي. په دې کی بلوڅان او کردان شامل دي چی اکثریت یې سنیان دي او دغه راز ځینی نوري ډلی دي چی دامریکا حکومت له هغوی سره مرستی کوی او د اېران د حکومت په مقابل کی یې تقویه کوی."

هرش وایی د خاصو عملیاتو د قوماندانی د ملېشو وظیفه دا ده چی په خارج کی هغه ټروریسټان ونیسی او یا یې مړه کړي چی حکومت فکر کوی په ټروریسټی عملیاتو کی یې لاس درلودلی دی.

هرش وایی په اېران کی داسی عملیات روان دي چی عادی خلک یې نه وینی او یا نه په خبرېږی. د فبروری د میاشتی راهیسی په اېران کی د بمونو حملې ډېری زیاتی سوي دي خو دا چی دغه ټروریسټی حملې او چاودني د امریکا دخاصو عملیاتو د دغی ډلی سره اړه لری زه څه نه سم ویلای.

ژورنالیسټ مایرن هارش وایی له ده سره دا اندېښنه ده چی د امریکا حکومت پر اېران باندی حمله ونه کړي، ځکه چی دا به ډېره لویه اشتباه وي. دی وایی د امریکا جمهور ریس دغه راز حملې ته تیار دی او هغه د خپلو استخباراتی مامورینو په رپوټونو اعتبار نه لری چی وایی اېران نه اټومی وسلې لری او نه د اټومی وسلو پروگرام لری. ځکه چی دی په دې عقیده دی چی اېران د اټومی وسلو د جوړولو نیت او پروگرام لری.

او جمهور ریس بوش په دې عقیده د ی چی د اېران اټومی وسلې او بمونه نه یوازي اسراییلو ته خطر دی بلکه هغوی به دغه بمونه د حزب الله په څېر ډلو ته ورکړي او حتی تر نیویارکه به یې را ورسوی.

میرن هارش وایی د ده هیله دا ده چی د امریکا حکومت او د اېران حکومت به په دې باره کی خبری سره وکړي او د جنگ مخه به ونیوله سی.

XS
SM
MD
LG