د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت یو ژورنالست نیولی


افغان مقاماتو یو افغان ژورنالست بندي کړی دی. ادعا کیږي چې هغه د حکومت پر دوو تنو چارواکو انتقاد کړی و.

د آریانا د تلویزیون مسئولینو نن وویل، نصیر فیاض د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د حقیقت په نامه په خپل پروگرام کې یې د حامد کرزي د کابینې پر دوو وزیرانو باندې انتقاد کړی و.

د آریانا د تلویزیون مسئولین وايي، ښاغلي فیاض د اوبو او انرژۍ پر وزیرانو د نااهلۍ تور لگولی و. په عیني وخت کې، د حکومت مقامات وايي، فیاض له دوی نه د شخصي مرستو غوښتنه کړې وه.

بل خوا، ایتلافي قواوې وايي، د غزني د ولایت د گیرو په ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر وخت یو شمیر وسله وال مخالفین وژلي دي.

همدارنگه نن په کنړ کې چارواکو وویل، د هغه ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې په یوه کور کې د چاودنې په نتیجه کې یو تن بم جوړوونکی او څلور نور کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، قواوو یې د کندهار په ولایت کې د وسله والو مخالفینو د حملې په ځوابي عملیاتو کې له لسو زیات وسله وال مخالفین وژلي دي.

پوځ ویلي، دوه افغان عسکر د دوشنبې په ورځ د هلمند په مرکز، لښکرگاه کې په یوې چاودنې کې وژل شوي دي. افغان عسکرو د هلمند ولایت په عملیاتو کې د پنځو مخالفینو د وژلو او زخمي کولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG