د طالبانو طرفدارو وسله والو کسانو د پاکستان په شمال لویدیځ کې ٣٠ تنه امنیتي ماموران تښتولي دي.
له دې یوه ورځ مخکې، وسله والو کسانو په همدغه سیمه کې د پوځ د استخباراتو درې ماموران په گولیو ویشتلي او وژلي یې وو.
چارواکي وايي، شاووخوا سلو جگړه مارانو د سوات د درې د کبل په سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې ناڅاپي حمله وکړه او پولیس او د ملیشې کسان یې ونیول.
د یاغیانو یوه نطاق ددغو کسانو یرغمل کیدل تائید کړي. نطاق ویلي، امنیتي مامورانو ته وویل شول چې تسلیم شي که نه نو وبه وژل شي.
د دوشنبې په ورځ د سوات مرکزي ښار، مینگورې ته نږدې وسله والو طالبانو د پوځ د استخباراتو پر دریو ماموران ډزې وکړې او ویې وژل.