د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند: یو برتانوی عسکر وژل شوی دی


د یرتانیی د دفاع وزارت وایی چی د افغانستان په جنوب کی د دوی یو عسکر وژل شوی دی.

چارواکیو نن وویل چی د دوی د عسکرو په کنډک هغه وخت حمله وشوه چی د هلمند په ولایت کی یی د سی شنبی په ورځ گزمه کوله.

چارواکی وایی چی دغه عسکر په یوه چاودنه کی زخمی شو او طبی مرکز ته ولیږدول شو خو وروسته مړ شو.

برتانیی ویلی چی د یو د باندی دوه زرم کال راهیسی چی په افغانستان کی یی عملیات پیل کړی دی، ١١۴ عسکر یی وژل شوی دی. د یرتانیی اکثره عسکر د هلمند په ولایت کی دیره دی، دا ولایت د یاغی طالبانو قوی مرکز دی.

بل پلو، د افغانستان چارواکی وایی چی د پکتیا په ولایت کی د پارلمان یو غړی د سړک د غاړی د بم د چاونی نه روغ رمټ بچ شوی خو په دی حمله کی دری کسه مړه شوی او دری نور زخمی شوی دی.

یو بل خبر وایی چی د امریکا په مشری د اییتلاف قواوی وایی چی د غزنی په ولایت کی څو یاغیان په عملیاتو کی وژلی دی.

XS
SM
MD
LG