د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي ١٣٥٠٠نیوي روغتیايي شوراګانې جوړي شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې ددغه هیواد په څلور دیرشو ولایتونو کې دیارلس زره او پنځه سوه سیمیزې روغتیايي شوراګانې یې په تېر دوه نیم کالو کې جوړې کړي چې یو زیاته برخه ددغو صحي شوراګانو د ښځو له خوا پرمخ وړلې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري او د امریکا د متحدو ایالاتو د پرمختیايي اداری یو ایس ای ډي په مرسته نن په کابل کې ددغو صحي شوراګانو ولایتي استازي یوې غونډی ته رابلل شوي وو.

په دغه غونډه کې پدی پرېکړه کېده څنګه لرو پرتو سېمو ته روغتیايي خدمتونه ددغو سیمیزو شوراګانو په مټ برابرېدلای شي.

د بدخشان د شکاشم ولسوالۍ د صحي شورا یوې غړې چې پدی غونډه کې یې برخه لرله اشنا تلویزیون ته وویل چې په خپله غرنۍ سېمه کې یې روغتیايي شورا توانېدلې د زیږون پر مهال د میندو دمړېنې کچه را ټېټه کړي.

هغې وویل صحي شورا یې خلک دی هڅولي چې خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین کړي.

پدی یوه ورځنۍ غونډه کې یو شمیر صحي شوراګانې وستایل شوې او دځینو نورو روغتیايي شوراګانو د جوړولو په سر یې تصمیمونه ونېول شول.

د روغتیا وزارت رپورټونه وايي چې په ټول افغانستان کې شل زره روغتیايي کارکوونکي چې نیمايي یې ښځي دي کار کوي.

XS
SM
MD
LG