د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا کیهاني ماشین له مشتري ستوري سره نږدې تېر شو


د جان هاپکنز پوهنتون د فیزکس لبراتوار سائنس پوهان له مېریلنډ ایالت څخه د مشتري گرد چاپېره د پیغام رسونکي سفر څېړي.

د مشتري گرد چاپېره دغه سفر په دري دېرش کاله کې لومړی دی. هم دغه رنگه سفر په ١٩٧٠ لسېزه کې د ناسا مرینر لس ترسره کړی و. شون سولومن د نوي پیغام رسونکي د سائینس پوهانو د ډلې رئیس دی.

شان سولومن: "‎مرینر لس ډېر ارزښت ناکه مالومات راټول کړي و. خو د دغه ترټولو نږدې ستوري په هکله یې ځینو نورو مهمو پوښتنو ته ځواب نه و ویلی. مرینر لسم د مشتري یواځي نیمايي برخه کتلی وه. مرینر لسم د مشتري مقناطیسي برخه څرگنده کړه خو دا یې مالومه نه کړه چې ولي د نورو لویو ستورو په شان مشتري هم مقناطیسي برخه له لاسه نه ده ورکړې."‎

په دغه گرځنده سفر کې پیغام رسونکی د مشتري د زمکې نقشه جوړه وي، مالومات ټوله وي او تر یوو لس سوه زیات عسکونه یې اخلي. ناسا به دغه عسکونونه له پخوانیو عسکونو سره په لړۍ کې و پې يي.

پیغام رسونکی به د زمکي او زهره ستوري د کشش له کبله شا او خوا گرځي او بالاخره به سوکه شي او په کال ٢٠١١ کي به مشتري ته ولاړ شي. په پیغام رسونکي کې څېړنیځ الات هم نسب شوي

شان سولومن: "‎کله چې مونږ د مشتري مدار ته ورسو نو د دغو الاتو په مرسته به د مشتري د جوړښت نقشه جوړه کړو."

سولومن وايي سائینس پوهان د هغو پوښتنو د ځواب ترلاسه کولو هیله لري چې له لیسزو راهیسې د مشتري په هکله د دوی په ذهنونو کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG