د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: غزني کې ٢٠ یاغي طالبان وژل شوي


د ناتو یوه مامور ویلي دي چی ځمکنیو قواو چی هوایي ملاتړ ورسره و ، د افغانستان په مرکزي سیمه کی څه د پاسه شل یاغی طالبان وژلي دي.

دا حمله پرون د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه وشوه چی د غزني په ولایت کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی د ناتو څو عسکر زخمي شول.

یو بل خبر وایی چی نن په هرات کی د پاکستان د قونسلگرۍ مخي ته د بایسکل بم چاودنه سوې ، د پولیسو یو محافظ او یو ملکي نفر یې زخمیان کړي دي.

د ناتو یوه نطاق پرون وویل چی د پاکستان په صوبه سرحد کی د حکومت او یاغي طالبانو تر منځ د سولي د تړون نه وروسته په افغانستان کی ددغو یاغیانو په ‏حملو کی په سلو کی څلویښت زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان ددفاع د وزارت یو نطاق جنرال ظاهر عظیمي وایی چی یاغیانو اوس په امنیتي قواو باندی د حملو په ځای د افغانستان د زیربنا ورانولو ته ملا تړلې ده.

او د روزگان په ولایت کی ددوشنبې د ورځی راهیسی لږ تر لږه ٣٠ طالبان د امنیتي قواو سره په جگړو کی وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG