د لاس رسي وړ اتصالات

دوسوه ملی تیمونه د بیجنگ د المپیک په لوبو کې راټولیږی


د افغانستان څخه نیولی بیا تر زمبابوی پوری څه باندی دوسوه ملی تیمونه د آگست په اتمه د بیجنگ د المپیک په لوبو کې راټولیږی. د المپیک منشور د شفافو لوبو پلوی کوی، خو په یفینی ټوگه د لوبو شفافیت د ډیرو خلکو تر منځ د بحث موضوع ده.

ځنی خلک په لوبو کي له درملو څخه د کار اخیستل سم نه بولي ځکه چي لوبغاړو ته په راتلوونکی کې ضرر لري. دا چي آیا په لوبو کي د تکنالوجی څخه کار اخیستل د لوبغاړو لپاره گټوره تمامیږی او که نه؟

په قاهره کې مصري ځغاستونکي امر سیعود وایی چي هغه پرته له دی چي د کومی خاصی تکنالوجي څخه کار واخلی تمرین کوی.

دلته پرمخ تللی تکنالوجي نشته زه یوازی او یوازی تمرین کوم، زه صرف د ځغاستی ځای او بوتونه لرم. خو د لوبو یو لارښونکي مدحت نبی وایی چي د تمرینونو طریقه او حتی د ځغاستی میدانونه د تیر نسل په پرتله اوس ډیر پرمخ تللی دی.

پخوا موږ د شگو پر میدانونو ځغاسته کوله، هیڅ د ځعاستی میدان نه وو او د وخت سنجش هم په ساده ډول کیدو.

په لوبو کي د تکنالوجی څخه کار اخیستل د لوبغاړو د ښه لوبی په مقصد د ډیر مودی راهیسی استعمالیږی، حتی که دا کار لوبغاړو او د تکنالوجی له لحاظه پرمخ تللو هیوادونو ته د بری چانس هم ورکړی.

د امریکا د کولورادو په ښار کي د جمناستک یو لوبغاړی ټوډ ټورتن خپلو تکتیکونو ته د ودی ورکولو په مقصد د یو دیجتل ویدیویی سیستم څخه کار اخلی.

ما د خپل سپورت په زیاته موده کي پرته له دی سیستم څخه تمرین کړی، زه تاسو ته وایلی شم. او زمونږه لارښونکی موږ ته ویل چې غلط دی خو دغه سیستم موږ ته ددې توان راکوی چې مونږه پوهیږو چې څه کوو.

پنتر وینت د امریکا د المپیک په کمیته کې د سپورت د تکنالوجۍ متخصص دی. هغه وایی چې د انفرادی سپورتونو فدراسیون په تمرینونو او لوبو کې د تکنالوجۍ څخه شفاف کار اخیستل په ډاگه کړی.

د بیلگې په ټوگه المپیکی سپورت نه بلکه د امریکا د گلف د مسلکي لوبغاړو اداره د گلف د توپونو او د گلف د کلپونو د لوبو د کولو په هکله خاص قواعد وضع کړی او هغوی په لوبو کې د څه کولو او یا نه کولو په هکله خاصی لارښونی رامنځ ته کړی، په دې خاطر هغوی کوښښ کوی چې د شفافو لوبو اساسات وساتی.

په لوبو کې د تکنالوجۍ پریکړی ځنې وخت مغلقه او د بحث وړ دي. د سپورت نړیوال فدراسیون د لامبو وهلو خاص لباس چې د ال زی آر ریسر په نامه یادیږی او د سپیدو په واسطه جوړ شوی تصدیق کړی، څیړونکۍ دب یومنز په دی هکله داسی وایی:

هغه د لامبو وهونکی د لامبو د سرعت فعالیت کم وی، نو ستاسو د بدن شکل په اوبو کې د یو تیوب په شان وی او هغه دا مرسته کوی چې د لامبو وهونکي بدن په اوبو کې پخپل حآلت پاتې شی.

د فبروری د میاشتی را پدیخوا هغو لوبغاړو چې د لامبو د دغو خاصو کالیو څخه کار اخیستی څه باندی شل نړیوال ریکاردونه مات کړی.

اوسکار پستوریس چې د جنوبی افریقا اوسیدونکی دی هغه دعوا وگټله چې هغه ته یی اجازه ورکړه تر څو د خپلومخصوصو تیغ لرونکی مصنوعی پښو سره د ځغاستو په لوبو کې گډون وکړي. هغه مخکی د نړیوالو لوبو د فدراسیون لخوا په لوبو کې د گډون لپاره منع شوی وو، ځکه چې دغی فدراسیون ادعا کوله چې دغه مصنوعی پښی ددی سبب گرځیدلی چې هغه له خپلو اصلي پښو په پرتله تیزه منډه ووهی.

د پرمخ تللی تکنالوجۍ باجود د المپیک چارواکی په دی باور دی چې په پای کې د یوی مسابقې د نتیجې په اړه پریکړه د لوبغاړو د لیاقت او عزم سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG