د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ځمکني ماین د واده ١٠ تنه ووژل 


پولیس وايي، یو بس چې د واده خلک پکې سپاره وه په کندهار کې نن د شنبې په ورځ پر ځمکني بم ور برابر شو او لږ تر لږه ١٠ تنه پکې ووژل شول.

دا پیښه له هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې نړیوالو خیریه موسسو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ملکي خلکو تلفات مخ په زیاتیدو دي.

بل خوا ایتلافي قواوو ویلي، د جمعې په ورځ یې د فراه په ولایت کې په هوايي بمبارئ کې یو شمیر وسله وال مخالفین وژلي دي.

د اکبر په نامه د سلو خیریه ټولنو یوې گډې ادارې په خپل رپوټ کې وویل چې په روان کال کې د ناامنیو په نتیجه کې دوه زره او پنځه سوه تنه وژل شوي چې زر تنه یې ملکي خلک وو.

د ملکي تلفاتو له دریو نه د دوو برخو مسئولیت د افراطیانو په غاړه اچول کیږي. د قواوو پر هوايي بمباریو او ځمکنیو حملو هم تور لگول شوی چې ملکي خلک یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG