د لاس رسي وړ اتصالات

بوچر: پاکستان د بنیادگری بحرانونو سره لاس او گریوان دی


په هند او افغانستان کی په دی وروستیو بم چونو کی د پاکستان د استخباراتو د احتمالی رول درلودلو په اړه د یکشنبی په ورځ هم د ډډیپلوماتانو بحثونه روان ؤ.

د مرکزی او جنوبی اسیا په چارو کی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچارد بوچر د یوسف رضا گیلانی په حکومت غږ وکړ چی د پاکستان د استخباراتو د ککړو عناصرو په هکله اقدامات وکړی.

ښاغلی بوچر وویل چی پاکستان د بنیادگری او کورنیو بحرانونو سره لاس او گریوان دی. هغه زیاته کړه امریکا حاضره ده چی د اسلام آباد سره په ټولو اړخونو کی مرسته وکړی، خو د پاکستان حکومت هم باید د زیات مسؤلیت احساس وکړی.

هند او افغانستان ویلی چی په کابل کی د هند په سفارت کی د جولای د اومی نیټی د بم چولو پلان د پاکستان د استخباراتو اداری جوړ کړی دی.

په دی چاودنه کی تقریبآ ٦٠ کسه د دوو عالی رتبه ډیپلوماتانو په شمول ووژل شول.

د امریکا مطبوعات رپوټ ورکوی چی د امریکا حکومت داسی مخابری کشف کړی چی په صراحت سره د پاکستان د استخباراتو په اداری یا آی ایس آی پوری یی اړه درلوده.

د پاکستان حکومتی چارواکیو دغه تورونه رد کړی دی او وایی چی د آی ایس آی په اداری کی د طالبانو او نورو بنیادگرانو سره خواخوږی عناصر لا مخکی منفک شوی دی.

XS
SM
MD
LG