د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان - د افراطېت په خلاف همکاری


د افغانستان او پاکستان مشران په دې خبره سره جوړ شوېدى چې په گډه باندى له ېوبل سره کار وکړى او ېوه داسى نوې ستراتېژى جوړه کړې چې د افراطېت او ترهگرۍ پرخلاف جگړه وکاندى.

د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى او د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى نن د ېکشنبى په ورځ د سرېلانکا په کولمبو کې د سهار په ډوډۍ له ېوبل سره ملاقات وکړ.

دا خبرى په ضمنى ډول دهغه کنفرانس په ترڅ کې هغوى وکړې چې د جنوبى اسېاد مشرانو په غونډه کې د گډون لپاره تللى ول.

هند او افغانستان پرپاکستان تور لگولى دى چې ددغه هېواد دا ستخباراتواداره په افغانستان کې بم چونى کوى او په دې لړ کې ېې تېره مېاشت په کابل کې دهند پر سفارت باندى برېد وکړ.

رپوټ وايي چې په هغه بم چونه کې لږ تر لږه ٦٠ کسان ووژل شول. د مړو په جمله کې دوه کسان د هند عالېرتبه دېپلوماتان ول.

د پاکستان حکومت له دې خبرى نه انکار کړېدى چې په دغه چاودنه کې ېې له لاس درلود. خو د پاکستان صدر اعظم گېلانى د شنبى په ورځ وعده وکړه چې په مستقل ډول ددغو ادعاگانو په برخه کې تحقېق وکړى.

نن دوخته دامرېکا د خارجه وزارت مرستېال رېجرډ بوچر د ښاغلى گېلانى پر حکومت غږ وکړچې دخپلو استخباراتو په برخه کې ددې لپاره جدى اقدامات وکړى چې د ېو شمېر خپل سرو عناصرو مخه ونېسى.

د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزى نن نا وخته نوى ډېلى ته سفر کوى چې هلته دهند له مشرانو سره خبرى وکړى.


XS
SM
MD
LG