د لاس رسي وړ اتصالات

'تر ١٣٠ نه زېات کسان' د سوات په ناکراره دره کې وژل شوېدى


د پاکستان پوځ واېې چې دتېرې اونى په جگړو کې تر ١٣٠ نه زېات کسان د سوات په ناکراره دره کې چې د پاکستان په شمال ختېځه برخه کى پرته ده وژل شوېدى.

د پاکستان پوځ نن ددوشنبى په ورځ اعلان وکړ چې ٩۴ اسلام پال جگړه ماران او څوارلس عسکر په تازه جگړو کې ووژل شول. چارواکېو دا هم ووېل چې لږ تر لږه پنځه وېشت ملکېان هم په مرگ ژوبلو کې قتل شوېدى.

رپوټ واېې که څه هم د مې په مېاشت کې د صوباېې چارواکېو او طالب پلوه اسلام پالو جگړه مارانو ترمنځ د سولى تړون لاسلېک سوى خو سره له دې هم د سوات په دره کې چې د سېلانېانو دخوښى ځاى دى جگړې دوام لرى.

جگړه مارانو پر حکومت تور لگولى دى چې د سولى له تړون نه سرغړونه کړېده؛ په همدى سبب دوى تېره مېاشت خپلى حملى بېرته پېل کړى.

د پاکستان پوځ وايى چې دوى خپلو امنېتى قواو ته امرکړېدى چې د جگړه مارانو د غېر قانونى فعالېتونو د مخنېوى لپاره، مناسب اقدامات وکړى.

XS
SM
MD
LG