عراقي پولیس وايي د سړک د غاړې یو بم چې د عراقي پوځ د گزمې موټر په نښه کړه، د بغداد په ښار کې یو لاروی او یو عسکر وواژه او نهه نور کسان یې ژوبل کړل.
نن دوشنبې د بغداد د فلسطین په واټ کې یوه چاودنه وشوله. دا دوهمه پرله پسې ورځې دي چې په دې واټ کې چاودنې کیږي.پولیس وايي د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې د سړک د غاړې په هغه چاودنه کې چې د بغداد د ښار په ٦٠ کیلومترۍ کې د محاول په ښار گوټي کې وشوله اوه کسان ژوبل شول.
د دغو دوو حملو مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.