د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم روزونکي ولې استعفا وکړه؟


سالم مندوخیل

نوروز منګل چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې یې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د روزونکي په توګه دنده تر سره کوله په روانه اونۍ کې یې وروسته له هغه خپله استعفی اعلان کړه چې د افغانستان ټیم په مالیزیا کې د آسیايي ټورنمنټ نه راستون شو دی.

په دغه ټورنمنټ کې افغانستان فاینل ته ورسید خو د فاینل په لوبه کې د هانګ کانګ د ټیم په مقابل کې ماتې وخوړه.

ښاغلي منګل له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ددغې ماتې مسولیت باید یو چا پر غاړه اخیستی وای او دا کار د وکړ.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د هانګ کانګ د ټیم په وړاندې د افغانستان د ماتې علت څه وو، نوروز منګل داسې وویل: زمونږ لوبغاړو سره ژمنې‎ شوي وې چې که دغه ټورنمنټ وګټي نو د افغانستان ټیم ته به یو میلیون ډالر د انعام په ډول ورکړل شي او لوبه به یې د نړۍ پر تلویزیونونو وښودل شي. ځکه خو هلکانو احساساتي لوبه وکړه او له ماتې سره مخ شول.

ښاغلي منګل ددغې ماتې بل علت دا وګڼه چې د افغانستان ټیم مجهز ډاکتر نه درلود او څو لوبغاړو په ژوبل ځان لوبه کوله.

په تیرو څو کلونو کې د افغانستان ټیم مهم بریالیتوبونه ګټلي دي. نوروز منګل وايي، د افغانستان د کرکټ فدراسیون پریکړه کړې چې له دې وروسته به یو بهرنی د افغانستان د ټیم د کوچ په توګه دنده تر سره کوي. خو هغه وویل، پخپله به د افغانستان د ۱۹ کلونو د کرکټ ځوان لوبغاړي روزي.

XS
SM
MD
LG