د لاس رسي وړ اتصالات

د چین المپیک: څلور بهرني اتباع توقیف شوي دي


د چین رسمي خبري اژانس وایې څلور بهرني اتباع چې د تبت د ازادۍ یو ستر شعار یې د ځانه سره درلود توقیف شوي دي.

دغو مظاهره کوونکو د المپیک د لوبو سټوډیوم چې د مر‏غۍ ځاله نومیږي یوی ستنې ته وختل او د یوه نړۍ یو خوب او ازاد تیبت شعار یې وځړاوه.

ددی ترڅنگ نورو یې د تبت د ازادۍ نارې وهلی. مخکې لدې چې مسولین دا شعارونه راکوز کړي د څو دقیقو لپاره زوړند پاته شوو.

ددې مظاهرې مسولیت په نیویارک میشت د ازاد تبت په نامه د محصلینو ډلې اخستې دی. دغه ډله وایي چې نیول شوي فعالین د بریتانیا او امریکا اوسیدونکي دي.

XS
SM
MD
LG